1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نازکو حالاتو کي د ډهلی او کابل نژدې والی

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ اردیبهشت ۳۰, دوشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزی د يوه لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ هند ته سفر وکړ. دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ پر کرښه له وروستۍ خونړۍ پيښي څخه ډير وخت نه تيريږي.

https://p.dw.com/p/18arP
(From L to R) Indian Prime Minister Manmohan Singh, Afghanistan's President Hamid Karzai and Indian President Pranab Mukherjee listen to questions from the media during Karzai's ceremonial reception at the forecourt of India's presidential palace Rashtrapati Bhavan in New Delhi November 12, 2012. Afghanistan is "ripe and ready" for Indian investments in mining and other sectors, Karzai told business leaders in Mumbai on Saturday at the start of a trip to woo investors for his war-ravaged country. REUTERS/B Mathur (INDIA - Tags: POLITICS)
Hamid Karzai zu Besuch in Indienانځور: Reuters

افغان حکومت اوس تر بل هر وخت ډیر تلاښ کوي چي د بهرنیو عسکرو تر بشپړه وتلو دمخه خپل لښکر په عصري وسلو سمبال او و روزي او په دې برخه کې د هند پر مرستو حساب کيږي.

د کابل غه ستراتیژیک ملګري په تیره یوه لسیزه کې په سوو ميليونه ډالره دغه هیواد ته ورکړي دي، چي خپل بنیادونه په ورغوي. ظاهراً هند او پاکستان دواړه په افغانستان کې د یو بل د نفوذ په اړه اندیښمن دي.

خو د کابل او ډهلي تر منځ اړیکي د کابل او اسلام آباد د اړیکو په پرتله د پام وړ تودې او دوستانه دي.

د افغان ولسمشرحامد کرزي ویاند ایمیل فیضي وایې له ډهلي سره د کابل دوستي د هیڅ ګاونډي له پاره ستونزي نه جوړوي او د خپلي واکمنۍ د غښتلي کولو لپاره هند ته د مرستو لاس ورغځوي:

«دا چې هند ته به د افغان پلاوي سفر د پاکستان او افغانستان پر اړیکو بده اغېزه وکړي دا سمه خبره نه ده. د پاکستان په پارلماني ټاکنو کي د بريالي گوند مشر نواز شريف هم ويلي دي چي له هند سره به ښي اړیکي ساتي او له چاروکو سره به یې ګوري. که پاکستان دا حق لري نو افغانستان يې ولي نه لري. موږ یو خپلواک هیواد یو او له هر هیواد سره د اړيکو حق لرو.»
يو شمېر افغان کارپوهان په دې نظر دي چي له هندوستان سره نژدې اړيکي بايد د له پاکستان سره اړيکي تاواني نه کړي.

د سیاسي چارو مبصر معین مرستیال پر افغان دولت ږغ کوي چې له نوي ډهلي سره په اړیکو کې باید محتاطانه ګامونه پورته کړي نه داسي چې پاکستان په خښم شي او د افغانستان ملي ګټو ته زیان ورسوي:

«موږ دا نه غواړو چې له هند سره زموږ مناسبات د پاکستان د اړیکو د خرابیدو عامل شي او دا اړیکي باید د لنډ مهال له پاره نه بلکې د اوږد مهال له پاره وي او په مجموع کې د افغانستان د اوږد مهال سیاسي ملاتړ له پاره وي.»

خو يوشمېر نور کارپوهان بيا وايي، چي افغانستان بايد ژر تر ژره د خپلي راتلونکي له پاره له خپلو ستراتيژيکو ملگرو څخه مالي او تسليهاتي امکانات وغواړي.

د هند مرستي که څه هم په افغانستان کې ډیري محسوسي نه دي خو حکومت وايي د سلما بند څو سوه ميلیون ډالري پروژه او د کانونو را ایستلو او ظرفیت جوړوني په برخه کې د ډهلي مرستي بي ساري دي.

د افغان دولت وياند ایمل فیضي وايي په اوسني سفر کې به تر ډیره د نظامي تاسیساتو د غښتلي کولو له پاره له ډهلي څخه مرسته وغوښتل شي:

«دواړه خواي به د افغانستان د نظامي او ملکي تاسیساتو د پياوړتيا په اړه سره ږغيږي. موږ له هند سره ستراتیژیک سند لرو او مهم مسایل مو لا وختي ورسره مطرح کړي دي. پاته سوه سیمه يیز مسایل لکه د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ مسئله پر دې به هم له هند سره خبري کوو.»

هند له افغانستان سره د همکارۍ اوږده سابقه لري. خو هغه څه چي سره له اوسه يې سیاستوال په اړه فکر کوي هغه دا دي چې اسلام آباد د نوي ډهلي او کابل تر منځ اړیکو ټینګیدوته ښه نظر نه لري.