1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نايجريا کي د تښتول سوو نجونو ځای معلوم سوی دی

محمد قاسم نوري/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۶, سه‌شنبه

په نايجرياکي د يوو ښوونځی د تښتول سوو نجونو د کورنيو له پاره اميدواري: د نايجريا د دفاع وزير بادي بې له دې چي نور جزئيات وښيي ويلي دي چي دوی پوهيږي، تښتول سوي نجوني چيري دي.

https://p.dw.com/p/1C7Xt
انځور: picture-alliance/AP Photo

د نايجريا د دفاع وزير الکس بادي په پلازمېنه ابو جا کي ژورناليستانو ته وويل چي دا د تښتول سوو نجونو او د هغوی د کورنيو او خپلوانو له پاره يو ښه خبر دی. خو حکومت په اوس وخت کي کولای نه سي په دې باب نور معلوملات ورکړي.

هغه ويلي دي چي دا يو نظامي راز دی. بادي اطمينان ورکړ، چي پوځ د نجونو د راخلاصولو په لار کي جدي کوښښ کوي. هغه وويل: «موږ به نجوني بيرته ولرو.» خو پوځ به د زور څخه کار نه واخلي او نجوني بايد د ازادولو په دغو عملياتو کي په خطر کي نه ولويږي.

ډير هيوادونه د لټون په عملياتو کي مرسته کوي

د نايجريا حکومت او پوځ د تر ۲۰۰ اضافه د تښتول سوو نجونو له کبله په نړيواله کچه تر نيوکو لاندي دی. دغه نجوني د اپريل مياشتي پر۱۴ نېټه د نايجريا د شمال په يوه ليري کلي کي د تندلاري اسلامي ډلي بوکوحرام له خوا وتښتول سوې.

جمهور رئيس گوډلوک يوناتان بلاخره مجبوره سو، چي د نجونو په پيداکولو کي نړيوالي مرستي ومني. د امريکايي بې پيلوټه الوتکو تر څنگ د فرانسې، بريتانيا او د ترهگرۍ پرضد اسرائيلۍ قطعې هم په دغو عملياتو کي برخه لري.

د تښتول سوو نجونو په قضيه کي د نايجريا د پوځ له خوا اعلان سوي يوه اندازه برياليتوب تر څنگ د بوکو حرام له خوا د نوو حملو خبرونه هم موجود دي. د دغه خبر پر اساس د نايجريا په مرکزي ښار جوس کي لږ تر لږه ۴ عسکره وژل سوي دي. تردې دمخه څو ساعته د بورنو ايالت په يوه مارکېټ کي سخته مرگ ژوبله رامنځته سوه. وسله والو کسانو پر موټرسايکلانو باندي پرعامو خلگو باندي فيرونه وکړل.

په دغه پيښه کي ۲۴ انسانان ووژل سول. لکه څرنگه چي «د وانگارډ» ورځپاڼي رپوټ ورکړی دی چي ترهگرانو چاوديونکي مواد استعمال او کورونو ته يې اورونه واچول.

د نژدې کلي اوسيدونکي د دغي پيښي مسئول تندلارې اسلامي ډله بوکو حرام بللې ده. دوي چي د يوه اسلامي دولت له پاره مبارزه کوي، له ۲۰۰۹ کال راهيسي يې په تکرار سره پر پوليسو، پوځ، حکومتي چارواکو، کليساوو او مکتبونو باندي حملې کړي دي.

د نايجريا د مسلمانانو روحاني رهبر محمد سعيد ابوبکر دريم، پر دغي ډلي يعني بوکو حرام باندي سختي نيوکي کړي دي. هغه د ابوجا په ملي مسجد کي په يوه عامه بيانيه کي وويل، چي «په اسلام کي د ترهگرۍ له پاره هيځاي نسته» «د نايجريا ټول مسلمانان بايد راپورته سي او په يوه اواز ترهگري عمليات وغندي.»