1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ناټو کې د پولند د شاملیدو شل کاله پوره شول

۱۳۹۷ اسفند ۲۱, سه‌شنبه

په ۱۹۹۹ کال کې په ناټو کې د پولند شاملیدل په دې هدف وو چې د روسیې پر وړاندې د دې هیواد ساتنه وشي. خو دوه لسیزې وروسته، اوس هم پولند له خپل شرقي ګاونډي څخه په ویره کې دی. دا موضوع اوس هم د پولند په سیاست کې لوی نقش لوبوي.

https://p.dw.com/p/3EsAf
Polen | US-NATO-Truppen auf dem Weg ins polnische Orzysz
انځور: REUTERS/K. Pempel

کله چې د ناټو عمومي منشي په مارچ میاشت کې په وارسا کې په دې سازمان کې د پولنډ د ونډې ستاینه وکړه نو څرګندونې یې د پولندیانو له هرکلي سره مخامخې شوې. هغه وویل: «موږ د هغو مرستو چې پولند یې هره ورځ له ناټو سره کوي، منندوی یو.»

هغه زیاته کړه: «پولند [د ناټو] یو ډیر ژمن متحد دی. داسی یو متحده چې له بیلابیلو لارو زموږ له امنیت او جمعې دفاع سره سره مرسته کوي. دا هغه څه دي چې موږ یې هرکلی کوو.»

یو مشتاق متحد

د ناټو د سرمنشي دغه ستاینې توجیه کیدای شي ځکه پولند له کلونو راهیسې هڅه کوي چې ځان د ناټو د داسې یوه غړي په توګه معرفي کړي چې د نورو له پاره بیلګه وي. دغه هیواد د خپل داخلي ناخالص عاید دوه سلنه برخه پر دفاعي چارو مصرفوي، د ناټو په بهرنیو ماموریتونو کې برخه اخلي او په خپله خاوره کې د ناټو ځواکونو د حضور تود هرکلی کوي.

په عین حال کې د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ، د روسیې له خوا د مخ په ډیریدونکي ګواښ یادونه هم کړې ده. د هغه دا څرګندونې هم د پولندیانو له هرکلي سره مخامخې شوې دي. په ۱۹۸۹ کال کې د کمیونیزم تر منځه تلو وروسته، له لویدیځې نړۍ سره د پولند لیوالتیا ډیره شوې ده.

تر هغه وروسته چې د شوروي پخوانی اتحاد په ۱۹۹۱ کال کې ړنګ شو، په ناټو کې د پولند شاملیدل په یوه ستراتیژیک هدف باندې بدل شو. هغه وخت دا هدف له پراخ ملاتړه برخمن وو.

روسیه په ناټو کې د پولند د شاملیدو خلاف وه

له هغه وخت راهیسې چې پولند په ناټو کې د شاملیدو هڅې پیل کړي، روسیه یې پر خلاف وه. روسي ټانکونه آن تر ۱۹۹۳ کاله پورې او د وارسا تړون تر له منځه تلو دوه کاله وروسته هم په پولند کې پاتې شول. دغه وخت هم داسې انګیرل کیدل چې پولند د روسیې تر اغیزې لاندې دی.

د پولند د هغه وخت د دفاع وزیر یونیڅ اونیس کیژویتس، وویل: «روسان البته چې په ناټو کې زموږ د شاملیدو خلاف وو. خو موږ له ټولو لارو هڅه وکړه چې پر دې مخالفت کامیابه شو.»

USA | Tschechien, Ungarn und Polen treten offiziell der Nato bei
پولند، هنګري او د چک جمهوریت په ۱۹۹۹ کال کې د ناټو غړي شول.انځور: picture-alliance/dpa

د ۱۹۹۳ کال په اګست میاشت کې د روسیې د هغه وخت ولسمشر بوریس یلسن، پولند ته په سفر راغی او په همدې سفر کې ورته د پولند د هغه وخت ولسمشر خبر ورکړ چې هیواد یې غواړي په ناټو کې شامل شي. یلسن بیا په یوې رسمي بیانیه کې وویل چې هیواد یې درکوي چې پولند په ناټو کې شاملیږي. دغه خبر په مسکو او بروکسل کې ډیر کسان حیران کړل. یلسن بیا وروسته د روسیې د پوځ د فشارونو په پایله کې اړ شو چې خپلې څرګندونې بیرته واخلي خو د پولند د هغه وخت د دفاع وزیر وایي چې دې موضوع وښوله چې روسیه کې څه هم غواړي خو نه شي کولای په ناټو کې د پولند د شاملیدو مخه ونیسي.

تر دې مرحلې وروسته پولند، هنګري او د چک جمهوریت په ناټو کې د شاملیدو دیپلوماتیکې هڅې ګړندۍ کړې. په ۱۹۹۷ کال کې د ناټو او روسیې تر منځ د همکاري یو تړون لاسلیک شو چې دې په ناټو کې د پولند د شاملیدو چانس لا پسې زيات کړ.

تاریخ ولیکل شو

د ۱۹۹۹ کال د مارچ میاشتې پر ۱۲مه نیټه د پولند، هنګري او چک جمهوریت هیوادونو په ڼاټو کې د شاملیدو پروتوکول لاسلیک کړ.

د پولند د هغه وخت د دفاع وزیر یونیس اونیس کیژویتس، وویل وایي چې د پولند د هغه وخت د حکومت له ټولو غړو سره یوځای دې ته په تمه وو چې امریکا متحده ایالات د پولند د بهرنیو چارو وزیر ته سندونه وسپاري. هغه زیاتوي: «هغه وخت نو د ناټو بیرغ پورته شو. زه ډیر احساساتي شوی وم. زه پوهیدم چې په همدې شیبه کې تاریخ ولیکل شو.»

پولند: د ناټو یو فعاله غړی

اونیس کیژویتس غوښتل د ناټو نور غړي په دې قانع کړی چې پولند د ناټو د ښو او بدو ورځو متحد دی. هغه وایي چې دغه خبره یې په راتلونکو کلونو کې پر پوځ د ډیرې بودجې د مصرفولو او د ناټو په ماموریتونو کې د برخه اخیستلو له لارې ثابته کړه.

همدا اوس پولند په افغانستان کې د ناټو د پریکړند ماموریت په چوکاټ کې نزدې ۳۵۰ سرتیري لري. تمه کیږي چې ډیر ژر دغه شمیر ۴۰۰ ته لوړ شي.

امریکا متحده ایالات: د امنیت تضمینوونکی

خو په وارسا کې امریکا متحده ایالات له ډیر وخت راهیسې یو ځانګړی ځای لري. پولند په دې باور دی چې امریکا یې د ناټو په پرتله امنیت ښه تضمینوولی شي. په ۲۰۰۳ کال کې یوازې پولند، هسپانیا او بریتانیا په عراق کې د امریکا جګړې ته ځواکونه واستول. پولندیانو په ۲۰۱۷ کال کې د ۳۵۰۰ تازه امریکایي سرتیرو هرکلی وکړ.

همدا اوس هم پولندي چارواکي په دې هڅه کې دي چې په خپل هیواد کې د امریکایي ځواکونو حضور پراخ کړي. په ۲۰۱۸ کال کې پولند واشنګټن ته یو واړندیز واستوه چې په کې راغلي وو چې دغه هیواد غواړي د امریکا د ټانکونو د یوې فرقې کوربه شي او چمتو دی چې پر دې پلان باندې تر دوه میلیاردو ډالرو پورې لګښت وکړي.

مونیکا سیرادسکا