1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ناڅاپې توګه د آلمان د بهرنيو چارو وزير شتاين مايرکابل ته تللی دی

۱۳۸۸ اردیبهشت ۹, چهارشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاين ماير نن په ناڅاپې توګه کابل ته رسيدلاي او دي به په کابل کي دافغانستان د دولت د مشر حامد کرزې، د بهرنيو چارو وزير دادفر سپانتا، د ننه د چارو وزير محمد حنيف اتمر سره وګری.

https://p.dw.com/p/HgFw
د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاين ماير په يوه هليکوپتر کېانځور: AP

د ده په کتنوکې به په افغانستان کی دملګرو ملتونو خاص استازې Kai Eide او همداشان د اروپايی ټولنۍ د خاص استازۍ هم شامل وی.

د آلمان د بهرنيو چارو له وزير سره په دغه سفر کی د افغانستان او پا کستان دپاره دآلمان خاص استازی Bernd Mützelburg هم ملګری دی.

د آلمان بهرنيو چارو د وزير په توګه افغانستان ته دا د شتاين مایر څلورم سفر بلل کيږي. مخکي له دی سفر څخه د آخرنی ځل لپاره د تير کال د جولاي په میاشت کی شتاين ماير افغانستان ته تللي و . داچی د خپل دغه سفر په وخت کی به شتاين ماير دافغانستان په شمال کي د آلماني عسکرو د قطعاتو څخه هم کتنه وکړی او که نه تراوسه څه ندی ويل شوی.

او معمولا افغانستان ته د آلمان او د نورو هيوادونو د سیاست مدارانو د سفر پرو ګرامونه د امنیتې دلايلو له امله تر آخرنيو شیبو پوری پټ ساتل کیږي.

شتاين ماير د افغان عسکر سره يوه ځای عکس اخلی
شتاين ماير د افغان عسکر سره يوه ځای عکس اخلیانځور: AP

د تيري دوشنبي په ورځ د لويی برطانيي لمړي وزير ګوردن برون هم په ناڅاپې توګه کابل ته تللي و او هلته يی د افغانستان د دولت د مشر حامد کرزي سره د افغانستان اوپاکستان په ګډو پولو کی د تند لارو طالبانو په ضد د مبارزی لپاره د يوې نوې ستراتيژی طرحي څخه هم خبری کړی و چی جزيات به يی نن اعلام کړي شی.

در ي اوني د مخه د آلمان لمړې وزيره انګيلا مرکل هم افغانستان ته تللۍ وه، خومرکل يواځۍ د افغانستان په شمالي ولاياتو کی د آلمانی عسکرو قطعات کتلي و، پرته له دی چی کابل ته راشی او د افغانستان د مسولو چارواکو سره وګوری.

د همدي روان میلاي کال د مارچ میاشتي په پای کی د امریکي متحده ایالتونو په يوه نړیوال کنفرانس کی چي په دن هاګ کی جوړه شوی وه ، د افغانستان لپاره يوه نوی ستراتيژې طرحه وړاندی کړی او د دغۍ طرحی له مخی چی د ناتو د 60 کاليزي په هم منل شوی ښايی په افغانستان کي د تند لارو طالبانو په ضد د پوحۍ عملیاتو د پرمخ بیولو ترڅنګ د افغانستان اقتصادی پرمختيا او بيرته رغونی چارو ته هم زیاته پاملرنه وشی او همدا شان د يوې سیمه ايزي ستراتيژي په چو کاټ کی پاکستان او ايران هم دی ته را وهڅول شی چي په دغه سیمه کی د ترهګرۍ په ضد په جګړه کی خپله ونډه هڅی چی ښايی تر سره کړی.

ضيا فضلي
کتونکی: يحيی وردک