1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نشو د اخته کسانو د راټولولو کمپاين پيل سو

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ آذر ۵, سه‌شنبه

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت په کابل کي په نشه يي موادو د اخته کسانو راټولولو کمپيان پيل کړ. په پام کي ده چي دغه معتادان به د جنګلک سيمي ته چي له ښاره وتلې ده انتقال سي.

https://p.dw.com/p/1AOvv
انځور: DW/H. Sirat

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت او د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرمنو سره د مبارزې ادارې د چارواکو د شمېرو له مخي په افغانستان کي اوس ۱،۶ ميليونه کسان په نشو اخته دي.

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت سرپرست مبارز راشدي د سه شنبې په ورځ د کابل په «پل سوخته» سیمه کي د معتادانو سره له نژدې وکتل او هغوی يې درملني ته تشويق کړل په سيمه کي خبريالانو ته وويل: «په حاضر وخت کي مو د درملني هغه مرکزونه چي موجود دي پراختيا ورکړې ده. په کابل کي نزدې ۵۰۰ تنه د بې کورۍ له وجي تر پلونو لاندي ژوند کوي. موږ پريکړه کړې ده چي دغه کسانو ته ځای پيدا کړو.»

دغه وزارت وايي چي اوس په کابل کي د هغو کسانو د درملني له پاره چي په نشو اخته دي ۲۹مرکزونه جوړ سوي دي.

تر پل سوخته لاندي په نشو د اخته کسانو يوه ډله
تر پل سوخته لاندي په نشو د اخته کسانو يوه ډلهانځور: DW/H. Sirat

راشدي وويل، چي د معتادانو درملنه او راټولونه د هغوی په رضايت سره ترسره کيږي، خو په هغه صورت کي که دوی خپله حاضر نسي نو بيا به د کابل د پوليسو په مرسته له ښار څخه راټول سي. هغه زياته کړه: «دوې لاري سته. يوه داچي دوی د درملنو مرکزونو ته ولاړ سي چي تداوي يې وسي او خپل عادي ژوند پيل کړي. او بله دا چي دوی به هر وخت د پوليسو له مقاومت سره مخامخ وي. موږ غواړو چي د دوی ژوند وژغورو.»

له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وايي چي په نشو د اخته کسانو د راټولو کمپاين به په راتلونکو اوونيو کي هم روان وي.

په دغه کمپاين کي به د افغانستان د عامي روغتيا وزارت د درملني او د کار او ټولنيزو چارو وزارت د معتادانو و عادي او ټولنيز ژوند ته د راګرځولو په برخه کي همکاري کوي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت معين واصل نور مهمند وويل: «تر ۴۵ ورځنۍ درملني وروسته د دوی روغتيايي حالت سميږي او وروسته بيا ارزيابي کيږي. د دوی له ډلي څخه چي هر څوک له حرفې سره علاقه ولري موږ يې د دوي له خوښي سره سم په حرفه يي کورسونو کي شاملوو چي کار زده او خپل عادي ژوند پيل کړي.»

د مهمند په خبره تر دې دمخه هم په کابل کي د معتادانو د راټولولو ۹ کمپاينونه در سره سوي دي چي نزدې ۶۰۰ معتادان تر درملني وروسته بيرته عادي ژوند ته ستانه سوي دي.

په نشو اخته يو تن چي خپل نوم يې له دويچه ويله سره په خبرو کي داوود ياد کړ وويل، چي حاضر دی درملنه يې وسي. هغه وويل چي دی او کورنۍ يې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي: «د بخور و نمير ژوند لرو، په ستونزو کي بند پاته يو زموږ وضعيت ډېر خراب دی.»

که څه هم چي په نشو د اخته کسانو درملنه ممکنه ده خو ډېر ستونزمنه ده. ډېر کسان مخي ترهغه چي د درملني په مرکز کي يې د تداوۍ وخت پوره سوی وی له مرکزونو څخه تښتي او بيرته د په نشو اخته کسانو ډلي ته ورځي.