1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننګرهار كې سږ كال كوكنار هېڅ نه دي كرل شوي

۱۳۸۸ خرداد ۲۰, چهارشنبه

د نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت د ښه نوښت پروګرام له مخې چې لس ميلونه ډالره دغه ولايت ته دعام المنفعه پروژو د جوړولو لپاره وركول شوې دي.

https://p.dw.com/p/I6mu
انځور: Kamran Atal

اونيم ميلونه ډالره يې په دريو ولسواليو كې د اوبو د بندونو په جوړولو لګيدلي دي.

د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكې د ځانګړي استازمي ريچارد هالبروګ د ننګرهار د والي سره د كتنې پرمهال وويل چې د امريكې د متحده ايالاتو جمهور رئيس بارك او باما لخوا يې هغه پيغام وركړ، په كوم كې چې د ننګرهار د ولايت د بيا رغونې لپاره ځانګړې پاملرنه شوې ده او درې سوه او څلويښت نوو پروژو منْظوري ورته وركړې ده.

د ننګرهار والي وياند احمد ضيا عبدالزي وويل، چې په ننګرهار كې د يوې پيړۍ نه زياته موده كيږي چې پكې كوكنار كرل كيدل، خو په دې ورستيو كې د ننګرهار د ولايتي شورا د ولسونو په مرسته د كوكنارو كرنه بنده شوې ده، چې په مقابل كې د بزګرانو د غوښتنې او لومړيتوبونو په نْظر كې نيولو سره، بېلابېلې پروژې بشپړې شوي او څه يې هم تركار لاندې دي.

عبدالزي وويل، چې ننګرهار ته دد يو سرحدي ولايت په توګه نه يوازې زيات كډوال ورته راځي خو په دې ورستيو كې چې د پاكستان سياسي او جنګي حالت د ويجاړيدو په حالت كې دي، د مهاجرينو لړۍ هم چټګه شوې ده.

په ننګرهار كې درې ښارګوټي د شيخ مصري او بهسودو په سيمه كې جوړ شوي دي، چې د يو ځانګړي كميسيون له لارې تنْظيميږي.

ده وويل، ننګرهار ته د كنړ لغمان او نورستان ولاياتو كډوال هم رامات شوي دي.

جمال كوټوال

کتونکی: يحيي وردک