1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننګرهار کې د داعش ۱۱ غړي وژل شوي

۱۳۹۵ بهمن ۲۱, پنجشنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې د ناټو د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د ترهگري ډلي داعش د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۱ غړي وژل شوي دي. برید په ننګرهار کې شوی دی.

https://p.dw.com/p/2XDYn
MQ-9 Reaper Drohne Drohnenkrieg Ziel Drohnenangriff Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP/Air Force/L. Pratt

د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد حسین مشرقيوال، روښانه کړې ده چې برید د چهارشنبې په ورځ شوی او پکښې د ترهګري ډلي داعش دوه قوماندانان چې محمد عمر صدیق او عمر فاروق نومیدل، وژل شوي دي. پر دې سربیره شپږ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د امریکا متحدو ایالاتو د سمندري ځواکونو کپتان بیل سلون، تائيد کړې ده چې د ناټو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د ترهگرۍ ضد عملیات کړي دي. هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

په افغانستان کې په وروستیو وختونو کې ترهگري ډلي داعش هم سر راپورته کړی دی. دغه ډله چې پر حکومت سربیره د طالبانو له مخالفت سره هم مخامخ ده، څو وارې په ځانګړې توګه پر افغان شعیه مسلمانانو باندي خونړي بریدونه کړي دي.

نور مطالب: