1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننګرهار کې د ناټو سرتیری ووژل شو

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۴ فروردین ۱۹, چهارشنبه

یوه امریکایي چارواکي د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په ننګرهار ولایت کې یو امریکایي سرتیری وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي. پیښه د افغان او امریکایي سرتیرو تر منځ تر یوې نخښتې وروسته رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/1F4CL
Symbolbild ISAF Soldaten
انځور: Shah Marai/AFP/GettyImages

دغه پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار د ولایتي مشرانو او په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت د یوه چارواکي تر منځ د ننګرهار د ولایت په ودانۍ کې غونډه روانه وه.

ناټو تایید کړې ده چې په پیښه کې یې خپل یو سرتیری له لاسه ورکړی دی خو ویلي يې نه دي چې دغه سرتیري کوم هیواد پورې تړاو لاره.

خو له واشنګټن څخه بیا یوه امریکایي چارواکي ویلي دي چې وژل شوی سرتیری امریکایي وو. دغه چارواکي د خپل نوم د نه خپرولو په شرط خبرې کړې دي.

دا د روان کال له پیله د ناټو دویم سرتیری دی چې په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. لا تر اوسه پورې د پیښې نور جزئیات روښانه نه دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب