1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننګرهار کې د یوه عالي دارالعلوم د بنسټ ډبره کیښودل شوه

۱۳۹۲ فروردین ۲, جمعه

په ننګرهار کې د يوه عالي دارالعلوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه. پر دې سربیره د ننګرهار د عالي دارالمعلمين د ليلې دوه ودانۍ هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

https://p.dw.com/p/182b7
انځور: picture-alliance/dpa

دغه عالي دارالعلوم د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ اړوند د غازي امان الله خان په ښارګوټي کې جوړیږي. پر دغې ودانۍ شاوخوا سل مليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د پوهنې وزارت د پرمختيايي بودجي له لوري تمویلیږي. د بنسټ ډبره د یکشنې په ورځ «د ۲۰۱۳م کال د مارچ د میاشتې ۱۷مه» کیښودل شوه.

دغه اسلامي دارالعلوم به په پنځوس جريبه ځمکه کې، چې څلور پوړه به وي د يوکال په موده کې به په پاخه او اساسي ډول جوړ شي. زیاته شوې ده چې دغه دارلعلوم به څلوېښت درسي خونې، يوه د ليلې ودانۍ، يو کتابتون، د کمپيوټر یو مرکز، پخلنځاى او پر دې سربیره د ډوډۍ خوړولو ځاى هم ولري.

 د چارواکو په وینا په راتلونکې کې به دغه مرکز ته نوره پراختيا هم ورکړل شي او د سيمې په کچه به د اسلامي زده کړو تر ټولو لوى مرکزى وی.  په دغه دارلعلوم کې به د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده کړې ورکول کيږي، چې د لومړي ځل له پاره به څلور زره تنه په کې زده کړې وکړي، چې وروسته به دا شمېر نور هم لوړ شي.

د افغانستان د پوهنې وزیر فاروق وردګ وویل: «که پاکستان، هندوستان، ترکیه او که مصر، په اسلامي تعلیماتو کې دوکتورا ورکولای شي، زما کوښښ به هم دا وي چې دغه دارالعلوم نه یوازې دا چې د لیسانس تر کچې پورې وي، بلکې ماسټري او دوکتورا هم ورکړی شي. تر څو د افغان بچی د اسلامي تعلیماتو د زده کړو له پاره مجبور نه شي چې له سرحد څخه بل خوا واوړي او یا بل هیواد ته ولاړ شي. بلکې برعکس خلک د نورو هیوادونو څخه دلته راشي او دوکتورا واخلي.»

د لیلې ودانۍ هم ګټې اخیستنې ته چمتو شوې

دغه راز د ننګرهار عالي درالمعلمين له پاره د ليلې دوه ودانۍ هم ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. دا ودانۍ په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړي شوي دي، چې دواړه يې پنځوس خونې، يو جومات، يو پخلنځاى او خوړنځاى لري. پر نوموړو ودانیو دوه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی چې د امريکا د پرمختيايي ادارې له لوري ورکړل شوي دي.

د پوهنې وزیر فاروق وردګ، په ننګرهار ولایت کې د تعلیمي موسسو او ښوونځیو په اړه وویل: «په ننګرهار کې مونږ ۸۵۵ تعلیمي موسسې لرو، زما ژمنه درسره دا ده چې دا به په یوه کال کې ۹۴۰ موسسو ته لوړ کړو. که نن په ننګرهار ولایت کې ۷۷۵ زره متعلیمن لرو، چې ۴۲ سلنه یې نجوني دي دا به انشاالله په همدې کال کې ۸۵۰ زرو ته لوړ شي.»

د دغه ودانیو په اړه یو شمېرخلک او محصلین خوښ بریښي او وایې چې مخکی دوې په عالی درالمعلمین کې ډیری ستونزی درلودی خو اوس به یې یو شمیر ستونزي هوارې شي.

شمع نظامی/ ننګرهار
کتونکی: سید ریاض