1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په ننګرهار کې د یوې ماشومې په ګډون درې ملکیان وژل شوي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۱, دوشنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې په ننګرهار ولایت کې د یوې ماشومې په ګډون لږ تر لږه درې ملکيان وژل شوي دي. پیښه پر طالب جنګیالیو د داعش د یوه برید پرمهال رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/2cBnx
Syrien Kämpfer Islam Armee Jaish al-Islam Schatten Silhouette
انځور: Getty Images/A.Almohibany

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼي، د دوشنبې په ورځ وویل چې تر دې یوه ورځ مخکې په نښتو کې پنخه نور ملکيان هم ټپیان شوي ول.

د دغه افغان چارواکي په خبره د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش او طالب جنګیالو د نښتو په پایله کې ۲۱ طالبان او اووه تنه داعشیان وژل شوي دي.

خوګیاڼي وویل چې یوه نهه کلنه نجلۍ او دوه تنه نور ملکیان د دغو دوو ټلو ترمنځ د ډزو له کبله وژل شوي.

د داعش ډلې پر رسمي پاڼي اعماق باندې په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دې ډلې جنګیالیو پر چپرهار ولسوالۍ باندې برید کړی، ۱۴ طالبان یې وژلي او درې تنه نور یې نیولي دي. زیاته شوې ده چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو یو ځایي قوماندان هم شامل دی.

طالبان او داعش دواړه په افغانستان کې د حکومت پر ضد جګړه کوي، خو دواړي ډلې بيا جلا جلا اهداف لري او په خپل منځ کې هم وخت ناوخت سختې جګړې کوي.