1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننګرهار کې ولې کوکنار کرل کیږي؟

امید دیدار۱۳۹۵ اردیبهشت ۲, پنجشنبه

د ننګرهار چارواکي وايي چې سږ کال د دغه ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي دي چې د له منځه وړلو له پاره یې ځانګړی پلان چمتو شوي. کروندګر بیا ټینګار کوي چې دغه بوټۍ د بیکاري، ناداري او د دولت د نه پاملرنې له کبله کري.

https://p.dw.com/p/1IZZW
Afghanistan Mohnernte in Kandahar
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د ننګرهار د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ریيس ادریس ساپي، دویچه ویله ته وویل چې د سږنۍ سروې یې نه ده بشپړه شوې خو زیاته یې کړه چې تیر کال د دغه ولایت په ۱۰۰۱۷ هکټاره ځمکه کې کوکنارو کرل شوې وو.

ساپي وویل: «موږ د کرل شوي کوکنارو د له منځه وړلو له پاره پلان ترتیب کړی او اړوندو ارګانونو منظور کړی چې ژر به یې د پلي کیدو چارې پیل شي.»

نوموړی وايي چې د تیرو دوو کلونو په پرتله سږ کال په ننګرهار کې د کوکنارو په کر کې کموالی راغلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي، هم دویچه وله ته وویل چې په ننګرهار کې د کرل شویو کوکنارو د له منځه وړلو له پاره د دغه ولایت نظامي شورا پرېکړه کړې چې ډېر ژر به یې د له منځه وړلو چارې پیل شي. خو په دغه ولایت کې کروندګر وايي چې د بیکاري او د دولت د نه پاملرني له امله کوکنار کري.

د دغه ولایت د دره نور ولسوالۍ د املې د کلي یو تن کروند ګر جاوید وویل: «سږ کال چې موږ کوکنار کرلي لامل یې دا دی چې دولت له موږ سره ژمنې کوي او عمل پرې نه کوي ځکه مو سږ کال کوکنار کرلي دي.»

جاوید زیاته کړه چې د دوی کلي کې نږدې ۲۰ جریبه ځمکه په کوکنارو کرل شوې چې لامل یې د دوی سیمې ته د دولت نه پاملرنه ده. نوموړی روښانه کړه چې پوهېږي کوکنار ناروا او زهري بوټی دی خو د کار د نشتوالي له امله خلک اړ کېږي چې کوکنار وکري ځکه د ده په وینا له دې لارې ډېرې پیسې پیدا کوي.

د جاوید په خبره د کوکنارو له کر څخه وسله والو مخالفینو ته هم ګټه رسېږي. هغه وویل: «وسلوالو مخالفینو ته یې هم ګټه رسیږي. ځکه هر څومره چې کوکنار کرل کیږي په همدې اندازه نا امني رامنځته کيږي او دا دولت د ناغېړۍ له امله کېږي. همدغه وجه ده چې ورځ تر بلې نا امني زیاتېږي.»

د املې د کلي یو بل اوسېدونکی حبیب الله چې د کوکنارو په راټولولو بوخت دی دویچه ویله ته وویل چې که دولت ورته کاري زمینه برابره کړې واي نو کوکنار یې نه کرل: «دولت چې پام نه کوي نو مجبور یو چې کوکنار وکرو که دولت پام وکړي نو موږ هم دا کار نه کوو ځکه دا بد کار دی.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب