1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننگرهار کي د استقلال د ورځي مراسم تر سره سوه

۱۳۹۶ مرداد ۲۹, یکشنبه

داستقلال د ورځي دغو مراسمو ته سږکال د پخوا په مقایسه ډیر ترتیبات او دډیره وخته تیارئ نیول سوی ؤ. په کونړ او لغمان کي هم دغه ورځ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل سوه.

https://p.dw.com/p/2iV0l
Afghanistan Tag der Unabhängigkeit Feierlichkeiten
انځور: DW/O.Deedar

په ننګرهار کې سږکال د خپلواکۍ د ورځې مراسم د تیرو کلو په مقایسه په ولسي رنګ، ګرمو او ملي احساساتو سره ولمانځل شوه.

د دغې ورځې د لمانځنې لپاره په ننګرهار کې له تېرو شاوخوا دریو اونیو راهیسې په ولسي او حکومتي کچه  تیاری نیول شوی وو، چې په ترڅ کې یې د ښار واټونه په ملي بېرغونو مزین شوي وو.

د افغان پوځ چورلکې د ازادۍ د بېرته ګټلو په مناسبت د جشن پر مراسمو د مبارکۍ پېغامونو کاغذي پاڼې شیندي.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښارکې دا ځل ددغې ورځې ښې لمانځنې  ته د ولسي تدابیرو تر څنګ حکومتي چارواکو هم بشپړ چمتوالی نیولی و.

د ننګرهار والي، ورسره نورو حکومتي چارواکو او ولسي استازو سهار مهال د امیرشهید په بڼ کې د غازي امان الله پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښودې او د ارواښاد روح ته یې دعاوې وکړې.

په ننگرهار کي د استقلال د جشن مراسم

د ګلونو اېښودلو مراسمو پر مهال د غازي د مزار تر څنګ پوځي پرېټ ترسره شو.

شاه غازي امان الله خان ۹۸ کاله وړاندې د ۱۹۱۹ عیسوي کال د اګست پر ۱۹  له انګریزانو څخه د هیواد سیاسي خپلواکي واخیسته.

د جلال اباد په شیرزي لوبغالي کې په همدې تړاو جوړې شوې غونډه کې په زرګونو ولسي وګړو او دولتي چارواکو ګډون کړی و.

غونډې ته د ننګرهار والي ګلاب منګل په خپلو خبرو کې وویل، د ویاړ ځای دی، چې د غازي امان الله خان په مشرۍ د هېواد زړورو غازیانو د بریتانيې څخه خپلواکي وګټله.

 ((اوس چې زموږ هېواد د خپلواکۍ له نعمته برخمن دی، پکار ده، چې  په ډاډمنه روحیه او پوره اخلاص یو بل ته د ورورولۍ لاسونه ورکړو، د بیارغونې په کارونو کې برخه واخلو او خپل هېواد سمسور او ودان کړو.))

نوموړي دا هم وویل، چې د غازي امان الله خان د مزار تر څنګ د سراج العمارت ودانۍ او دغه ولایت کې د یو شمېر نورو تاریخي ودانیو د رغونې سروې شوي او ژر به یې د بیا جوړونې چارې پیل کړي.

دغه راز په دغه لویه غونډه کې  ورزشکارانو بېلابېلې نندارې وړاندې کړې،  ځوانانو د ډول غږ ته څڼې وغورځولې او اهل هنودو پکې بیا خپله ځانګړې لوبه ، چوب جنګي وکړه.

د دغې ورځې لمانځنې په خاطر د ښار دوکانونه بنده دي؛ خو د بېرغ پلورونکو بیا بازار ګرم دی. د ښار واټونه او دنګې ودانۍ  په ملي بیرغونو او د خپلواکۍ د اخیستونکي شاه غازي امان الله خان په انځورونو پوښل شوي دي.

په ښار کې په جوش او ملي ولولو د ځوانانو له لوري اتڼونه بیا د ډېرو لپاره په زړه پورې دي.

سږ کال د ازادۍ ورځې جشن ځکه ځانګړی ښکاري، چې د تېرو کلونو په پرتله ورته د ولسونو تر څنګ د چارواکو پام ورزیات شوی دی.

خلک وايي، دا ملي ورځ دي نه یوازې په ننګرهار، بلکې په ټول هېواد کې دې په جوش او ولولو تجلیل شي.

 ((موږ ددې ورځې لپاره ډیرتیاری نیولی دی او ټولو هیوادوالو ته ددغې ورځې مبارکي وایم. سږ کال په ډیر جم او جوش ولمانځل شوه دغه ورځ د ټولو هیوادوالو نه غوښتنه کوم، چې دا ورځ د ننګرهار په شان ولمانځي ))
((
په مجموع کې ډیر په ښه ډول دا مراسم ترسره شول. کوچنیانو، ځوانانو او دمشرانو سره د هیواد ملي بیرغونه دي ))


سږ کال د ننګرهار ترڅنګ په کونړ او لغمان کې هم د ازادۍ د بېرته ګټلو کالیزې مراسمو ته  د خاصو ولسي او حکومتي تدابیرو په ترڅ کې د موسیقۍ تر څنګ بېلابېل ذوقي او تفریحي پروګرامونه هم جوړ شوي وو.

په لغمان کې زر متره ملي بیرغ نندارې ته وړاندې شو او د کابل جلال اباد پر لاره بیا یوه پخوانۍ جوړه شوې دروازه د غازي امان الله خان په نوم ونومول شوه.

پرورته موضوع زموږ د آرشیف څخه انځورونه دلته وگورئ(13.01.2017)