1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننگرهار کي د چاپي رسنيو شمېر مخ په کمېدو دی

۱۳۸۹ مرداد ۱۲, سه‌شنبه

ننګرهار چې دعلم او ادب زانګو بلل کيږي ، تر دې وړاندې پکې له لسګونه مجلې ، ورځپاڼې، اونيزې او مياشتنۍ خپرونې چاپيدې خو اوس يې بازار دپخوا په پرتله سوړ ښکاري.

https://p.dw.com/p/Oauc
کارپوهان د گڼ شمير افغانو مجلو د متن پر معيار نيوکي کوي
کارپوهان د گڼ شمير افغانو مجلو د متن پر معيار نيوکي کويانځور: DW

په ننګرهار کې د چاپي رسنيو لوستونکي او مينه وال د دغو رسنيو د کميدا په اړه اندېښنه ښيي او وايي د چاپي رسنيو شمير ورځ تر بلې کميږي. ننګرهار چې دعلم او ادب زانګو بلل کيږي ، تر دې وړاندې پکې له لسګونه مجلې ، ورځپاڼې، اونيزې او مياشتنۍ خپرونې چاپيدې خو اوس يې بازار دپخوا په پرتله سوړ ښکاري ، د يو شمير خلکو په وينا دا راز رسنۍ نه يوازې د څومره والي له پلوه بلکې پاتې هغه يې د څرنګوالي له پلوه هم خپل معيار له لاسه ورکوي .

د چاپي رسنيو يو شمير مينه وال بيا په دغو رسنيو کې د يوه نوي او په زړه پورې پيغام نشتوالي ته ګوته نيسي او همدا خبره د چاپي رسنيو د لوستونکو په کموالي او بالاخره د هغو د له منځه تګ لامل ګڼي .

دننګرهار دادبياتو دپوهنځي ددويم کال محصل عمران کاکړ هم د مجلو د منځپانګې نيمګړتياوو او کمزورتياوو ته نغوته کوي ، او وايي چې اوسنۍ مجلي د پخوانيو هغو په پرتله کمزوري دي ، او همدا لامل دى چې د لوستونکو تنده نه شي خړوبولاى. نوموړي وايي د مجلو او نورو چاپي رسنيو د پاتيدا او زياتيدا لاره له وې خوا له رسنيو سره د پياوړو ليکوالانو همکاري ده او له بلې خوا مسول چلونکي بايد د لوستونکو او مينه والو غوښتنو او وړانديزونو ته پام وکړي ، د هغه په وينا که دې ټکو ته پام ونه شي نو ښايي پاتې چاپي رسنۍ هم له منځه لاړې شي.

نصيرمومند چې د يوې انګليسي مجلې مسول وو، او په وينا يي له څه مودې راهيسې د يو لړ مالي ستونزو له امله د خپرونو لړۍ يي په ټپه ولاړه ده ، د چاپي رسنيو د کميدا ستر لامل همدا مالي ستونزې يادوي او وايي چې د چاپي رسنيو په تيره بيا مجلو د خپرولو لپاره مالي امکانات تر ټولو مهمه وي.

ځوان شاعر او د مينې مجلې مسول عزت الله ځواب دغه ستونزې په ننګرهار کې نه ايساروي او په اند يې د هيواد نورو ولايتونو ته هم غزيدلې . د ځواب په وينا ډيرى مجلې او ورځپاڼې په پيل کې د يو شمير سياسي ګوندونو او نورو کسانو لخوا خپريدې او مالي مرسته ورسره کيده ، خو تر يوې لنډې مودې وروسته مرستندويه سرچينو خپلې اړيکې پرې کړي ، او په دې توګه دا راز خپرونې د مجربو او مسلکي کسانو د نشتوالي له امله د نابودۍ کومي ته ولويدې .

دننګرهار داطلاعات او کلتور ريس اورنګ صميم وايي په لومړيو کې ډير خلک وهڅيدل چې چاپي خپرونې ولري او ديوه او بل لخوا يې مالي ملاتړ تر لاسه کړى وو خو کله يې چې دغه ملاتړ له لاسه ورکړ نو نه په دوى کي داسې کفايت موجود وو او نه يې داسي وړ کسان لرل چه دغه چاپي خپرونې مخ ته يوسي نو همدا سبب وو چه دغو مجلو خپل زيور له لاسه ورکړ او بندې شوې . صميم واي ځيني داسي کسان هم وچي هغوي دنوم اوشهرت ګټلولپاره دغه لارغور کړي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رييس په چاپي رسنيو کې معيار ته پام کول نه يوازې د خپرونو د پاېښت بلکې؛ د هغو د لوستونکو د زياتيدا لامل هم ګڼي.

دعلم اوادب ډيرى مينه وال وايي که چيرې د چاپي خپرونو دکميدا دغه لړۍ دوام وکړي او شته چاپي رسنۍخپلو لوستونکو ته تکراري مطالب خپاره کړي نو ښايي چې د مطالعې پر کلتور بده اغيزه وکړي او دلوستونکو مينه ورځ تر بلې له دې برخې سره کمه شي او دغه برخه به له پښو ولويږي.

ليکونکې: شمع احمدزۍ

کتونکی: احمدولي اڅکزی