1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په ننگرهار کي موټربم مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۶ خرداد ۱۱, پنجشنبه

د ننگرهار چارواکي وايي چي د دغه ولايت د هوايي ډگر په دروازه کي يو موټربم چولي يو پوليس يې وژلی او درې ملکي کسان يې ټپيان کړي دي. دا د روژې مياشتي له پيل راهيسي دريم ستر بريد دی چي په افغانستان کي کيږي.

https://p.dw.com/p/2dx4h
Karte Afghanistan Provinz Nangarhar Englisch
انځور: DW

نن د پنجشنبې په ورځ سهار شاوخوا اوه نیمې بجې د ننګرهار مرکز جلال اباد هوايي ډګر په دروازه کې موټربم ځانمرګه برید شوی.

د ننگرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي په جلال آباد کي د دویچه ویله خبريال ته تائيد کړې ده چي په دغه برید کې یو افغان پولیس وژل شوی او یو پولیس او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست یوې سرچیني هم دویچه ویله ته ویلي، چې له یادې چاودنې جلال اباد حوزوي روغتون ته درې ټپيان ور وړل شوي چې ټول ملکي وګړي دي.

سرچینې زیاته کړه چې دوه ټپيان له درملنې وروسته کورونو ته لېږدول شوي او یو یې تر درملنې لاندې دی، چې روغتیايي حالت یې ښه دی.

دا په روانه روژې میاشت کې په افغانستان کې دریم برید دی. لومړی برید د روژې په اوله ورځ په خوست دویم تېره ورځ په کابل کې ترسره شو چې نژدې ۹۰ کسان یې ووژل او تر ۴۵۰ زيات نور یې ټپيان کړل.

د خوست د چاودنې مسئولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستي په کابل د تېري ورځې د بريد پړه د افغانستان د ملي امنيت ادارې پر حقاني شبکې اچولې او د ننګرهار د نننۍ چاودني مسئولیت لا تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخستی.

په کابل کي د خونړۍ چاودني انځورونه