1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ننگرهار کي په لسونو داعيشان وژل سوي دي

۱۳۹۴ بهمن ۲۷, سه‌شنبه

افغان چارواکو ويلي دي چي په ننگرهار ولايت کي ئې په څو ورځنيو عملياتو کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) په لسونو جنگيالي وژلي دي. د دغو عملیات ډېره برخه د ننگرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کي ده.

https://p.dw.com/p/1HwKX
انځور: picture alliance/landov/Xinhua/Ajmal

د ننگرهار ولايت د پوليسو وياند حضرت حسين مشرقيوال، نن د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د فيبروۍ ۱۶مه) وويل چي د ملي اردو او ملي پوليسو دغه عمليات د شنبې په ورځ پيل سوي دي او اوس هم روان دي.

هغه وويل، دغه عمليات چي تر ډېر په اچين ولسوالۍ کي دي، تر اوسه پکښې د داعش شاوخوا ۴۶ جنگيالي وژل سوي دي.

په دغو عملیاتو کي د ملي اردو ځواکونو قوماندان جنرال نثار احمد عبدالرحيمزي ويلي دي چي هوايي ځواکونو هم د دوی ملاتړ کړی دئ. هغه دا نه دي ويلي چي په دغو عملیاتو کي څومره افغان امنيتي ځواکونو برخه اخيستې ده.

محلي چارواکو ويلي دي چي دغه عمليات اوس له اچين ولسوالۍ څخه نورو سيمو ته هم پراخ سوي دي.

د اچين ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ذبيح الله ويلي دي: «تر دې دمخه ملي اردو نه سوای کولای چي افراطيان پر شا کړي، خو اوس توانېدلي چي ۳۵ کلي له هغوی څخه پاک کړي. او هوايي بمبارۍ هم رواني دي.»