1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نورستان کي امنيتي حالت د ډاډ وړ دی

۱۳۸۹ فروردین ۸, یکشنبه

د نورستان والي د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو سره په ځانګړې مرکه کي د هغه ولايت امنيتي حالت د ډاډ وړ ګڼلی...

https://p.dw.com/p/MgC4
يو تن افغان پوليس د يو انګلېسي عسکر سره
يو تن افغان پوليس د يو انګلېسي عسکر سرهانځور: AP

دويچه ويلي: په دغه ولايت سياسي اوپوځي حالت څنګه دي اوامنيت څنګه ارزوۍ؟

بدر : په دې اړه زماځواب دادى، چي دامهال حالات نورمال دی سياسي اوامنتي وضع يو په بل پوري تړلې ده دڅومياشتوراهيسى امنيت ښه دى اودكومي ناوړه پيښي شاهدان نه يو.

دويچه ويلي: داسي رپوټونه وركول كيږي، چي كله هلته دحكومت او مخالفينو تر منځ جګړې پيښيږي؟

بدر: دايوواقعيت دى كله كله داكارنه كيږي خوپه تپروڅلورو مياشتوكي كومه مهمه واقعه نه ده سوې پخوادا كارونه كيدل خواوس نسبي امن دی.

دويچه ويلي: داسي ويل كيږي، چي په نورستان كي په متوازن شكل سره د بيارغاوني كارو نه نه كيږي؟

بدر: په ژمي كي دلته د بيارغاوني كارونه نه كيږي اوړي كي كارونه سوي دي. د راتلونكي كال لپاره د بيارغاوني پلانونه سته دي د نورګرام ولسوالي زموږ ګرم سير ده ژمي اواوړى کي پكښي كارونه كيږي . خو د خلكو ټولو اړتياو ته ځواب نه سوويلای د مركز څخه هم بودجه راكول كيږي اوپي ارټي هم راسره مرسته كوي.

دويچه ويلي: دغلته دسركونودنشتوالي اوخرب والي څخه زيات شكايتونه كيږي تاسوپكښي څه واياست؟

بدر: د سړكونو د نشتوالي مشكلات ډير دي اوژر به حل نه سي. ددې كار لپاره غټه بودجه پكارده. داسي ولسوالي، چي د مركز څخه څلورسوه كيلومتره فاصله لري ډير وخت غواړي، چي د سړك خاوندان سي.

دويچه ويلي: نورستان ځنګلونه لري د قاچاق او پريكولولپاره يې ستاسو تدابيرڅه دي؟

بدر: د نورستان څخه اوس ځنګلونه نه قاچاق كيږي د خپل احتياج لپاره ترې ګټه اخستل كيږي او دا ځكه نه شو منع كولای، چي ترڅو پوري ورته برق پيدانكړو بله چاره نلرو. ځنګلونه دلته ډيردي پخواقاچاق كيدل خو د څو كلونو راهيسي دا كار بند شوی دی.

دويچه ويلي: دلته دپي ارټي فعاليتونه څنګه دي او د كورنيواو بهرنيو امنيتي ځواكونوهمږغي سته؟

بدر: پي ار ټي د بيارغاوني ټيم دی زموږ سره ډيره همكاري كوي او ور څخه راضي يوهمږغي هم ډيره ښه روانه ده، پوليس خپل كاركوي امنيت ملي خپل كاركوي خوكه چيري جنګ زيات سي موږ د بهرنيوهوايي ځواكونوڅخه مرسته غواړو.

مرکه کونکی/ جمال کوټوال