1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نومول سوو کانديدانو کي تر کرزي بل ښه بديل نسته

۱۳۸۷ اسفند ۱۴, چهارشنبه

داسي ښکاري چي د امريکا نوې اداره سخته پدې تلاښ کي ده چي د کرزي په مشرۍ افغان حکومت يو مخيزه ليري کړي او يو بل څوک را مخته کړي

https://p.dw.com/p/H5TP
افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی
افغان ولسمشر ښاغلی حامد کرزیانځور: AP

کارپوهان پدې نظر دي چي د امريکا د نوي ادارې دغه ډول چټک غبرګونونه به نه يوازي په افغانستان، بلکي په سيمه کي به نوي ستونزي را ولاړي کړي. پدې اړه مو په سويډن کي د افغانستان د سياسي چارو د کارپوه ښاغلي حبيب الله غمخور نظر پوښتلی.

غمخور: زما په نظر کچيري د امريکا د متحده ايالاتو د اوسنۍ اداراې او افغان حکومت تر مينځ فاصله ډيريږي دا نه يوازي داچي په افغانستان کي د سولي د پاره ګټوره نه ده، بلکي په سيمه کي د نا انډولۍ او د سياسي بې ثباتۍ له پاره کار کيږي، او پايلي به يې ګټوري نه وي.

دويچه ويلي: د اوباما حکومت د کرزي پر حکومت په څانګړې توګه د نشه يي موادو پر موضوع باندي نيوکه کړي. چي د ده د حکومت په وخت کي افغانستان د مخدره موادو په توليد کي په نړۍ کي ترټولو نورو هيوادونو چي پکښي کرل کيږي مخکي دی، او چي په دې حکومت کي داسي کسان سته چي د نشه يي موادو په قاچاق کي لاس لري. ځکه نو دوی ورڅخه خوابدي دي. غمخورصاحب ستاسو په نظر د کرزي د حکومت د عوضولو يو لامل دا کيدای سي؟

غمخور: داچي افغانستان په نړۍ کي د کوکنارو په کرولو کي لومړی هيواد دی دا خبره نوې نه ده. دا تر پنځه زيات کلونه تيريږي چي په افغانستان کي دا مسأله روانه ده او د هري ورځي په تيريدو سره د کوکنارو کرل زياتيږي. داچي ولي کوکنار کرل ډيريږي دا دوه علتونه لري.

يو علت يې دادی چي د ترياکو يا هيرويينو قاچاقچيان او سوداګر د بزګرانو د احتياج او د هغوی د غريبۍ څخه استفاده کوي او دې ته يې هڅه وي تر څو په افغانستان کي کوکنار وکري.

بله خبره داده چي په پښتو کي يو متل دی چي واي، يو څه ژرنده پڅه يو څه غنم لانده. زما په نظر که و دغي مسألې ته يو څه بې طرفانه و کتل سي. څومره چي د کرزي په مشرۍ د افغان حکومت اوسنۍ اداره پدې مسأله کي متهمه ده، په هغه اندازه نړيوال څواکونه هم ورسره متهم دي. ددوی په موجوديت کي د کوکنارو کرل ډيريږي، په هلمند کي د انګلستان تر 5000 زيات پوځ پروت دی، په کندهار کي د کاناډا او امريکا پوځونه پراته دي دغه ډول د افغانستان په نورو ولاياتو کي بهرني پوځونه پراته دي هغوی ددغي مسألې د حل يا ددغه موادو د کښت د مخنيوي له پاره عملي ګامونه نه دي پورته کړي. زما په عقيده د امريکا دغه خبره چي بايد د افغانستان د اوسني مشرتابه سره دوښمنانه برخورد وسي چي ګويا کوکنار اوج ته رسيدلي دي دا کار بايد پخوا سوی وای.

دويچه ويلي: په افغانستان کي د بې ثباتۍ پړه اوس ټوله د کرزي په مشرۍ د هغه هيواد پر حکومت اچول کيږي ستاسو په نظر پدې کي یوازي کرزی ګرم دی او که يا هغه متحدين هم ورسره ګرم دي چي تر اوسه يې په سلا مشوره هر کار کيږي؟

غمخور: زما په فکر د بن د کنفرانس څخه بيا تر اوسه پوري ټول سياسي او دولتي تغيرات چي په افغانستان کي راځي دا د بهرنيانو سره د هوکړي څخه وروسته تر سره کيږي. د افغانستان اوسنۍ ادارې د هغه په رأس کي کرزي، هيڅ وخت داسي حرکت ندی کړی چي هغه دي په رشتياسره د امريکا د ادارې، دا که بوش و او يا که اوسنۍ اداره ده د هغې سره په مخالفت کي وي.

البته دا طبيعي ده چي اوس کرزی دا احساسوي چي نور به دده له پاره دا امکانات نه وي چي راتلونکی اولسمشر سي نو يو څه مقاومت به کوي اختلافات به رازيږوي.

دويچه ويلي: ستاسو په نظر پدغه اوسنيوو کانديدانو کي چي ځانونه يې ولسمشرۍ ته نومولي دي، امريکا به تر کرزي بل ښه بديل پيدا کړي په دوی کي؟

غمخور: فکر نه کوم چي تر کرزي دي دوی بل ښه بديل پيداکړي که وي دغسي شی به وي، او زه ددې سره هم موافق نه يم چي داخلک وايي چي که انتخابات وروسته وسي نو به ډير روښانه او سم وي او که مخکي وسي نو دابه ډير تنګ نظره وي. اساسي خبره داده چي نړيوال چي په افغانستان کي مصارف کوي په هيڅ شکل ددې علاقه مندان نه دي چي هلته دي داسي يو څوک واک ته ورسيږي چي ددوی ورسره هوکړه نه وي. زه فکر نه کوم چي سپينه ماڼۍ دي داسي يو څوک پيدا کړي چي هغه دي نو دا ددوی آس ښه و ځغلوي. او دا اوسني کانديدان ټول د امريکا سره اړيکي لري او د هغه هيواد تابعيت لري البته يو تعداد يې.

غمخور/ زيارمل

کتونکی: زيارمل