په نوو وزيرانو کي ډيری څيرې نااشنا اود لږتجربې خاوندان دي
۱۳۸۸ دی ۲۱, دوشنبهله يو زيات شمير نا پيژندل شوو څيرو چي ځيني په اصطلاح ګټوري اړيکي لري ،د يوې نوي کابيني د جوړولو لپاره د افغانستان د جمهور رييس حامد کرزي دوهمي هڅي د ډله ايزو ګټو د ساتني سياست ته د مخ اړولو انديښني پيدا کړي دي .
تحليلونکي وايي چي اکثره دغه نوي کانديد وزيران چي پارلمان ته د اعتماد رايي تر لاسه کولو لپاره وړاندي شوي دي، د لږ کاري تجربې څخه برخه من دي او يا هيڅ هم نه دي . دغي مسألې د حکومت د ناکامۍ انديښنه راپيدا کړي ده .
کرزی کوښښ کوي چي يو فعال حکومت جوړ کړي ،په خپل جګړه ځپلي هيواد کي اوسني کړکيچ ته خاتمه ورکړي، هغه کړکيچ چي د جمهوري رياست تر دوهم واري انتخاباتو وروسته را پيدا شوی دی .
په کابل کي د افغانستان د څيړنو او پاليسی د يو مرکز مدير، هارون مير وويل : « افغانانوته ډيری دغه څيرې نااشنا دي .»
نوموړي تحليلونکي يادونه وکړه : «ډيری نوي کانديدان له پخوانيو جګړه مارو او يا کوچنيو سياسي ډلو سره تړاو لري چي په جمهوري انتخاباتو کي يې د کرزي له بيا ټاکني څخه ملاتړ کړی دی ».
هارون مير چي د خپل څيړنيز مرکز له لاري د افغانستان سياسي حالات د نژدې څاري، وايي : « په قومي او سيمه ايزه سطح کي د رايي ورکونکو په استازيتوب هيڅوک دباندي نه دی پاته شوی، دا يو ډول د ملاتړ د تلافي کولو سياست ته د مخ اړولو معني لري . »
مير د فرانس پرس خبري آژانس سره په مرکه کي وويل : « کرزی غواړي چي سر بچ کړي، معنی دا چي د هغه په وړاندي هيڅ سازمان شوی مخالف اړخ بايد وجود ونه لري . دا ده چي دپخوانيو ډلو او ګوندونو څخه د حکومت په کښتۍ کي هريو سپور دی .»
ديپلوماټان وايي چي کرزی بيړه لري چي د جنوري له 28 څخه مخکي کله چي په لندن کي د افغانستان نړيوال کنفرانس دايريږي، خپل حکومت پر پښو ودروي . په دغه کنفرانس کي د افغانستان د راتلونکي په هکله په اصطلاح د لاري د يو نقشې پر جوړولو باندي خبري کيږي . په نوي پيشنهادي کابينه کي درې ښځي هم شامل دي، په تيره پيشنهادي کابينه کي يواځي يوه ښځه کانديد شوي وه، هغه څه چي په مدني ټولنه کي سختي نيوکي راوپارولي . دغو نيوکو ته د ځواب پو توګه د ښځو په شمير کي زياتوالی راوستل شويدی .
خوتحليلونکي وايي چي دا ډول نوموني البته د کفايت اوکاري لياقت له مخي نه ،بلکه د سياسي اړيکو پر بنسټ شوي دي .
د کابل د پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد، نصر الله ستانکزی هم دا مني چي ډيری نوي نومول شوي وزيران له ډلو او يا زورور افرادو څخه استازيتوب کوي . ستانکزي يادونه کوي : «که چيري دغه کسان خپل ډله ايز او فردي تعلقات حکومت کي هم خوندي وساتي، دا به د کرزي لپاره لوی سرخوږی راپيدا کړي ».
AG/AFP / باري حکيم
کتونکی : محمد قاسم نوري