1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نوي زيلاند کي پر مسجد د ډزو قربانيان حج ته لېږل کيږي

۱۳۹۸ مرداد ۱۶, چهارشنبه

د نوي زيلاند د کرايستچرچ ښار په يوه مسجد کي پر لمونځ کوونکو په وسله وال بريد کي تر ۱۰۰ زياتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه. اوس د دغه ښار ۲۰۰ مسلمانان حج ته لېږل کيږي.

https://p.dw.com/p/3NUzB
Neuseeland Bildergalerie Attentat von Christchurch | Überlebende und Angehörige
انځور: Reuters/E. Su

د سعودي عربستان پاچا شاه سلمان د سږ کال حج له پاره له نوي زيلاند څخه ۲۰۰ مسلمانان دعوت کړي دي. په دې ترڅ کي د دغو کسانو د حج نژدې يو ميليون ډالره ټول مصارف هم سعودي عربستان پر غاړه اخيستي دي.

له نوي زيلاند څخه حج ته دعوت سوي دغه کسان د روان کال د مارچ ۱۵مه نېټه د کرايستچرچ ښار پر يو مسجد د وسله وال بريد څخه ژوندي پاته سوي کسان يا د قربانيانو خپلوان دي.
 

په نوي زيلاند کې د سعودي عربستان سفير وايي چي د مارچ د ۱۵مې پيښي شاه سلمان ته لوی تکان ورکړ. دغه بريد يوه داسي آسټراليايي کړی چي پر نورو انسانانو د سپين پوستو د برترۍ د توکمي مفکورې پلوي ؤ.

»لکه نوی چي پيدا سوی«

د کباب دوکان لرونکی ۴۴ کلن عطا چوچوغو هم له ياد وسله وال بريد څخه د ژوندي پاته سوو کسانو څخه يو دی. هغه په هغو ۲۰۰ کسانو کي شامل دی چي د سعودي عربستان د پاچا په دعوت سږ کال حج کوي. عطا چوچوغو و اسوشيېتد پرېس خبري آژانس ته ويلي دي چي هغه څه چي يې نه هيريږي، هغه د بريدګر څهره او د لمونځ کوونکو د تېښتي حالت دی.

دغه کس وايي له کوم وخت راهيسي چي له بريد څخه ژوندی پاته سوی، نو ځان داسي احساسوي »لکه نوی چي پيدا سوی« وي.
 

عطا چوچوغو وايي چي د مارچ پر ۱۵مه النور مسجد ته د جمعې د لمونځ له پاره تللی ؤ چي بريدګر يې وليد. د هغه په وينا لومړی يې فکر وکړ چي پوليس به وي ځکه چي يو ډول يونيفورم يې اغوستی ؤ. خو کله چي وسله وال ډزي پېل کړې نو د عطا چوچوغو په خوله کي يوه ګولۍ ولګېدله او هغه پر مځکه ولوېد. بريدګر پر چوچوغو نوري ډزې وکړې او هغه يې څو ځايه ژوبل کړ.

خو دا چي چوچوغو د بدن پر مهمو غړو لاسونه نيولي ول، نو هغه بيا هم ژوندی پاته سو. چوچوغو وايي چي کله لومړی مردک پر ولګېد نو يې داسي زړه ته ولوېدل چي دی مړ کيږي. له روغتون څخه تر فارغېدو وروسته هم لا عطا چوچوغو تر زيات وخت پوري ډوډۍ نه سوای خوړلای، ځکه چي زامه يې ټوله ماته سوې او لاسونه يې هم ژوبل سوي ول. پسله زياتو جراحي عملياتو چوچوغو وتوانېدن چي کيڼ لاس ته بې له دې چي بل څوک مرسته ورسره وکړي، حرکت ورکړي. چوچوغو ته لا زيات جراحي عمليات په مخ کي پاته دي. د حج پر وخت به د هغه ۲۱ کلن وراره له هغه سره ملګری او مرستندوی وي.

ايا العمري يوه ۳۳ کلنه مېرمنه ده چي ۳۵ کلن ورور حسين يې په دغه بريد کي هغه وخت ووژل سو، کله چي د بريدګر مخي ته ودرېد تر څو د نورو ژوند وژغورلای سي. ايا وايي چي په حج کي به د دې له پاره دعا وکړي چي الله د هغې مور او پلار ته د حسين د مرګ د زغملو له پاره صبر ورکړي. هغه وايي چي په دغه بريد کي د زيانمنو سوو نورو کسانو له پاره به هم په حج کي دعاوي وکړي.

د سعودي پاچا په مصرف

په نوي زيلاند کي د سعودي عربستان سفير وايي چي د سعودي پاچا هرکال له ټولې نړۍ څخه يو شمېر هغه انسانان په خپل مصرف حج ته دعوت کوي، چي له کومې لويي غميزي سره مخامخ سوي وي. د دغه سفير په وينا دا لومړی ځل دی چي له نوي زيلاند څخه مسلمانان د سعودي پاچا په دعوت حج ته بلل سوي دي.

د سعودي سفير دوې اونۍ تر مخه و کرايستچرچ ښار ته ورغلی او هلته يې يادو ۲۰۰ کسانو ته د احرام سپين ټکر تحفه کړ. د دغه ښار د النور مسجد امام جمال فودا ويلي دي چي »دا د خلکو له پاره په روحاني توګه د آرام موندلو يوه ښه ذريعه ده.« النور هغه مسجد ؤ چي د روان کال په مارچ مياشت کي پرې وسله وال کس بريد کړی ؤ. جمال فودا هم په هغه ورځ موجود ؤ او سږ کال و حج ته له دعوت سوو ۲۰۰ کسانو څخه يو دی.

»مينې ته به ادامه ورکړو«

امام جمال فودا وايي چي د دغه مسجد د مقتديانو لا تر اوسه دغه پېښه نه ده هيره او ژوند لا تر اوسه عادي حالت ته نه دی راغلی. د فودا په وينا خو مهمه دا ده چي »د مسلمانانو په گډون د نوي زيلاند ټولنه د کرکې پر ضد متحده ودرېدله.« هغه زياتوي: »او موږ په دې هم ښه پوهيږي چي کرکه موږ سره بېلوي. خو موږ به یو له بل سره مينه لرلو ته ادامه ورکړو.«

امام جمال فودا وايي چي په حج کي به په ټوله نړۍ کي او د کرايستچرچ له پاره د سولې او آرامۍ دعا وکړي. هغه وايي چي الله ته به دعا وکړي چي له نړۍ څخه بهتره ځای جوړ کړي چيري چي کرکه د خپرېدو په حال کي نه وي.

AP. / A.W.A./N.Z.