1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نيويارک کي د ناکامه موټر بم تر شا د پاکستاني طالبانو لاس دی

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۰, دوشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د عدليې وزير ايرک هولډر ABC تلوېزيون ته دغه خبره تائيد کړې او د NBC راډيو سره يې په خپله مرکه کي په ډاگه کړې چي، داسي سندونه يې تر لاسه کړي،چې په ښکاره توگه دا کار پاکستاني طالبانو سررشته کړی...

https://p.dw.com/p/NKSF
نيويارک ټايمز: واشنگټن د دې پېښي په نتيجه کې پر پاکستان باندې لا زور اچولی، چي بايد په خپله خاوره کي د تندلارو پرضد مضبوط گامونه پورته کړي.
نيويارک ټايمز: واشنگټن د دې پېښي په نتيجه کې پر پاکستان باندې لا زور اچولی، چي بايد په خپله خاوره کي د تندلارو پرضد مضبوط گامونه پورته کړي.انځور: AP

ددې کار په تور اړوندو امريکايي ادارو د ترشک لاندې اصلي عامل په توگه پاکستانی اصله امريکايي فيصل شهزاد نيولی دئ.

هغه په پاکستان کي زېږېدلی او د يو کال راهيسي يې امريکايي پاسپورت تر لاس کړی دئ.

په سپينه ماڼۍ کي د امنيتي چارو مرستيال سلاکار جان برينان دتحريک طالبان پاکستان ډله د دې کار اصلي عامله ياده کړې او ويلي يې دي، چي هغوئ له القاعدې سره ډيري نږدې اړيکي لري.

برينان د CNN تلويزيون ته دا يو داسي بهير وښود، چي دوئ به يې په کلکه سره گروېږنه کوي. شهزاد تر اوسه پوري دا اصرار کوي، چي دا کار يې يوازي په خپله سره ته رسولي.

شهزاد په خپلو لومړيو تحقيقاتو کي څرگنده کړې چي، د تېر کال په دوبي کي خپل پلرني هيواد ته په رخصتۍ تللی او هلته يې د بمونو په تمرينونو کي برخه اخيستې ده.

د يوه هوايي متقاعد جنرال دې زوی خپل وروستي کلونه تر ډيره په پاکستان کي تېر کړي دي.

د نيويارک ټايمز د شنبې د ورځي د يو رپوټ له مخه، واشنگټن د دې پېښي په نتيجه کې پر پاکستان باندې لا زور اچولی، چي بايد په خپله خاوره کي د تندلارو پرضد مضبوط گامونه پورته کړي.

د ناکامه موټر بم په تور تورن فيصل شهزاد
د ناکامه موټر بم په تور تورن فيصل شهزادانځور: AP

په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو امريکايي قوماندان جنرال سټنلي ميک کريسټل، د جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ د مشر جنرال اشفق کياني څخه وغوښتل، چي ډېر ژر په شمالي وزيرستان کي د پاکستاني طالبانو او القاعدې پرضد پوځي عمليات پيل کړي.

د دې تر څنگ د آلماني آژانس dpa د يوه خبر د مخه، په پښتونخواه کي د افغانستان پولو ته نږدې امريکايي هوايي بريدونو لږترلږه 10 تنه له منځه وړي دي. د پاکستاني امنيتي کړيو د څرگندونو د مخه، زيات شمېر نور کسان هغه وخت ټپي هم سول، چي يوې بې پيلوټه امريکايي الوتکي يو کور په راکټ وويشت او وران يې کړی. وژل سوي کسان 6 تنه اسلامي تندلاري او 4 تنه ملکي کسان دي.

پاکستاني عسکرو هم ديکشنبې په ورځ د اورکزو په سيمه کي10 تنه وسله وال مړه کړي دي. د پاکستان يوه پوځي وياند په ډاگه کړې، چي په دې ځمکنو نښتو کي څرخي جنگي الوتکو هم له پاکستان عسکرو څخه ملاتړ کاوه.

په اورکزو کي د مارچ د مياشتي راهيسې پاکستاني پوځيان د طالبانو او القاعدې پرضد عمليات کوي.

DPA/ محمد عارف وردگ

کتونکی. زيارمل