1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د ټولنې عمومي غونډه

۱۳۸۷ مهر ۳, چهارشنبه

پرون په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د ټولنې دريشپيتمه عمومي غونډه د ملګرو ملتونو د ټولنې لوې منشې بان کې مون په وينا سره پيل شوه.

https://p.dw.com/p/FO19
د فرانسې ولسمشر نيوکولاې سرکوزې د ملګرو ملتونو د ټولنې په عمومې غونډه کې
د فرانسې ولسمشر نيوکولاې سرکوزې د ملګرو ملتونو د ټولنې په عمومې غونډه کېانځور: AP

کله چې نړې د يوه مالې بحران او بانکونه د افلاس سره مخامخ وې او ورځ په ورځ د پورونو بيه لوړيږې، نو دا به طبيعې خبره وې چې دغه وضع به د ملګرو ملتونو په پرمحتيايې او ګد کارسياست باندې هم سورې اچوې.

ځکه د فقر، لوږې او ناروغيو سره د مبارزې لپاره پيسې په کاردې او د پرمختيايې چارو پرمخ بيول هم پرته د پيسو څخه نه کيږې. معمولا هم د ملګرو ملتونو موسسه د پيسو د کمښت سره مخامخ وی، ځکه د دغې ټولنې غړې اکثرا خپلې مالې ژمنې په وخت سره نه تر سره کوې.

دغې مسالې ته د ملګرو ملتونو د ټولنې لوې منشې بان کې مون په نيويارک کې د دغې ټولنې د عمومې غونډې د پرانستلو په وخت کې ګوته نيسې او وايې چې:

« په نړې کې روان مالې بحران به زمونږ د کارونو په مخکې يو خنډ وې. د پرمختيايې پروژو د تمويل او په بېوزلو او شته منو هيوادونو کې د ټولنيزو چارو د سمون لپاره پيسې په کار دی. همدا شان د لوږې، فقراو بيوزلې سره د مبارزې لپاره. نو اوس به د دې لپاره يو ډير مناسب وخت وې، چې د نړې په ټولو مشرانو باندې داغږ وشې، چې دوې په ګډه سره د دوهمې زريزې د اهدافو ترسره کولو لپاره ګډعمل وکړې».

او بيا د فرانسې ولسمشر نيوکولاې سرکوزې چې د ملګرو ملتونو د ټولنې په عمومې غونډه کې يې د اروپايې ټولنې د جرګې د مشر په توګه د « تنظيم شوې پانګه والې» څخه خبرې کوې او وايې چې :

« راځې، چې د پانګه والې داسې يو نظام جوړ کړو، چې په هغه کې بانکونه خپل وظايف ترسره کړې. په دې مانا چې دوې د پرمختيايې پروژو تمويل وکړې، نه دا چې خپلې پيسې په احتکارونو او يا داسې لارو کې په کار واچوې، چې د مالې بحرانونوسبب شې.

بوش: مونږ بايد په ګډه سره د تروريزم د مخنوې او د تروريستانو د فعاليتونو د شنډولو لپاره عمل وکړو
بوش: مونږ بايد په ګډه سره د تروريزم د مخنوې او د تروريستانو د فعاليتونو د شنډولو لپاره عمل وکړوانځور: AP

د پانګه والې په يوه نظام کې بايد داسې قوانين او مقررات وې، چې مالې موسسې ترکنترول لاندې راشې او کومې مالې موسسې چې د ورو خلکو امانتې پيسې په خطر کې اچوې، هغوې ته بايد سزا ورکړه شې.»

اوبيا د امريکې متحده ايالتونو ولس مشرجورج ډبليو چې د اخرنې ځل لپاره به د ملګرو ملتونو د ټولنې عمومې غونډې په وړاندې خبرې کوې، وايې چې دې به د امریکې متحده ايالتونو د کانګرس سره په ګډه هغه پلان عملې کړې، چې د دغه هيواد په مالې بازارونو کې د استقرار لپاره طرحه شوی. خو هسې چې ويل شوې، ښايې کانګرس د حکومت د پلانونو لپاره شرايط وړاندې کړې.

اوبيا بوش د ملګرو ملتونو د ټولنې دعمومې غونډې په وړاندې پخپلو خبرو کې هغه موضوع ته راځې چې د ده لپاره ترهرڅه مهمه فقره بريښې « د تروريزم په ضد مبارزه »:

« په تيره بیا په روان وخت کې د ملګرو ملتونو ټولنې اونورو نړيوالو سازمانونو ته زښته زياته اړه ليدل کيږې او د دې لپاره چې مونږ برې ترلاسه کړې وې، بايد مونږ يو موټې او په اغيزه منه توګه عمل وکړو. د دې په ځاې چې مونږ پریکړه لیکونه د تروريزم په ضد د مبارزې لپاره هغه وخت تصويبوو، چې يو تروريستې پيښه یا ګوزار شوې وې، ښه به دا وې، چې مونږ په ګډه سره د تروريزم د مخنوې او د تروريستانو د فعاليتونو د شنډولو لپاره عمل وکړو.»

او بيا بوش په ګورجستان باندې روسې يرغل ته ګوته نيسې او هغه غندې.