1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نيو يارک کې د اټومي وسلو د نه خپرولو غونډه بې پايلې ختمه شوه

۱۳۸۹ خرداد ۸, شنبه

د اټومي وسلو د نه خپرولو تړون چي د پنځو سترو اټومي قوتونو لکه متحده ايالتونو، روسيې، فرانسې، بريتانيې او چين تر څنگ د 184 غېر اټومي هيوادونو لخوا هم لاسليک سوی دی يو نړيوال تړون دی.

https://p.dw.com/p/Ncia
د غېر حکومتي مؤسسو استازي آخېسون پر پنځو سترو اټومي هيوادو نيوکې وکړې
د غېر حکومتي مؤسسو استازي آخېسون پر پنځو سترو اټومي هيوادو نيوکې وکړېانځور: AP

د دغه تړون مقصد په اټومي وسلو کي کمښت راوستل او د د اټومي وسلو د نه خپرولو تر څنگ د زروي ټيکنولوژۍ څخه يوازي د انرژۍ لپاره کار اخيستنه ده. پنځه داسي هيوادونه دي چي تر اوسه پوري يې دغه تړون ندی لاسليک کړی چي پکښي ايران، هندوستان، شمالي کوريا، پاکستان او اسرائيل شامله دي. هغه هيوادونه چي دغه تړون يې لاسليک کړی دی د 1975م مېلادي کال راهيسي په هرو پنځو کالو کي يو کانفرانس جوړوي. دغه کال هم دغه کانفرانس په نيويارک کي جوړ کړل سوي او يوې کاري ډلې د نوموړي تړون په متن کي د زياتو ټکو د ورزياتولو لپاره وړانديزونه هم جوړ کړي وه.

خو د تيرو غونډو په څېر د دغه کال په غونډه کي هم تر ټولو ستر کړکېچ دا ؤ چي پنځو سترو اټومي هيوادونو لکه متحده ايالتونو، روسيې، فرانسې، بريتانيې او چين پدې واري هم دغه وړانديز نه منئ چي ځان مکلف کړي چي د خپلو اټومي وسلو ځېرمي له منځه يوسي. د دغه کانفرانس رئيس ليبرون کاباکتولان چي د فيليپاين سره تړاو لري د تېرې اونۍ په خپل وړانديز ليک کي داسي ټکي ځای کړي وه چي له مخي يې بايد ټول اټومي قدرتونو ځان دې ته مکلفه کړئ وای چي خپلي اټومي وسلې ختمي کړي. خو د پنځو سترو اتومي قدرتونو پلاؤ پر نوموړي او دهغه پر کاري ډلې فشار راوستی چي دغه ټکي ليري کړي. پدغه زړه مسوده کي دا وړانديز هم سوی ؤ چي د اټومي وسلو د لا عصري کولو څخه به ډه ډه کيږي اوم دا چي د پوځي موخو لپاره به نور تجزيه وي مواد ته جوړول کيږي. په همدې ډول ددې ټکي مخه هم ونيول سول چي په نړۍ واله توگه پر اټومي وسلو بنديز ولگول سي.

د غېر حکومتي مؤسسو استازي روت آخېسون چي پدغه کانفرانس کي د تماشه کوونکي په توگه برخه اخلي پر پنځو سترو اټومي وسلو لرونکو هيوادونو او په کانفرانس کي د هغوی پر چلن يې سختي نيوکي وکړې:

«د دغو پنځو هيوادونو چلن په اصل کي د وسلو له منځه وړنې پر وړانديزونو يو سخت گوزار دی. دوی په منظمه توگه او په پوهاوي سره دغه گوزارونه کوي. دغه پنځه هيوادونو نه غواړي چي پدغه کانفرانس کي دي د 2000 مېلادي کال په ډول د وسلو د کمولو په عملي ډگر کي زيات پر مختگ وسي.»

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون هم په خپلو هغو هڅو کي ناکامه سو چي هغه د په نړۍ واله توگه پر اټومي وسلو د بنديز لگولو د ټکي ملا تړ کړی ؤ. جايانتا ډهاناپالا چي د سري لنکا د هيواد سره تړاو لري په 1995 م مېلادي کال کي د ملگرو ملتونو ددغه ځانگړي کانفراس رئيس ؤ. نوموړی وايي چي په اصل کي بېله دې هيڅ چاره نسته چي په نړۍ واله توگه دي پر اټومي وسلو بنديز ولگول سي:

«پر اټومي وسلو په نړۍ واله توگه بنديز لگول يوازنۍ منطقي لاره ده. د 1972 م مېلادي کال په کانفرانس کي پر بيولوژيکي وسلو بنديز ولگول سو. د 90 يمي لسيزي په پېل کي پر کېمياوي وسلو د بنديز تړون رامنځ ته سو. بايد اوس د اټومي وسلو په هکله داسي پرېکړه وسي که غواړو چي د ډليزوژونکو وسلو خاتمه وکړو.»

دا چي پنځو سترو اټومي قدرتونو د اټومي وسلو په هکله د مشخصه مسؤليتونو به غاړه اخيستلو څخه ډه ډه وکړه نو په غبرگون کي 184 غير اټومي هيوادونو هغه وړانديزونه مسترد کړل چي د اټومي انرژۍ د څار د نړۍ واله مؤسسې د کاري ارزښتونو د زیاتولو په هکله وه او يا هم په زياتو هيوادونو کي د اټومي سوځېدونکو موادو د توليد د سختولو په هکله وه.

ليکونکی: څوماخ/اڅکزی

کتونکی: صابر