1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي د آلماني د سولي ملکي ماموريتونه

۱۳۹۶ تیر ۳, شنبه

ملکي کارپوهان د آلمان د خارجه سياست په برخه کې ډېر نه ياديږي، خو د سولې په راوستلو کې يې نقش خورا مهم دی.

https://p.dw.com/p/2fJpn
Ukraine OSZE Beobachtermission
انځور: ZIF/A. Krementschouk

د آلمان د زرغون ګوند غړې او د آلمان په پارلمان کې د سولې د ماموريتونو د پلاوي مشره، فرانڅيسکه برانتنر وايي چې «سولې ته کار د خلکو توجه هسې ځان ته جلبوي.» په داسې حال کې چې د پوځ د ماموريتونو په هکله اوږده او هر اړخيز بحثونه کيږي، خو د ملکي مشاورينو ماموريتونو ته بيا هومره توجه نه ور اوړي.

خو برانتنر ټينګار کوي چې په جنګونو او کړکېچونو کې د داسې ملکي کارکوونکو نقش ډېر مهم دی او دا چې دغسې کسان د دې غم خوري چې يوه ټولنه بېرته ثبات ولري او د اجتماعي او اقتصادي پرمختګ په لور روانه شي. برانتنر وايي: «که د ملکي او پوځي ماموريتونو تر منځ لګښتونه سره وسنجوو، يعنې د آلمان د پوځ د تجهيز او بيا له ملکي لارې د کړکېچونو د مخنيوي له پاره لګول شويو پيسو ته وګورو، نو په ډاګه به شي چې په دغه برخه کې لا ډېره زياته نا انډولي موجوده ده.»

واک ته تر رسېدلو لږ وروسته د آلمان اوسني تور سره حکومتي ائيتلاف دا خبره کړې وه چې آلمان بايد په نړۍ کې زيات مسووليت ومني، چې دغسې هلې ځلې بايد د ديپلوماسۍ او د کړکېچونو د ملکي لارو چارو په برخه کې زيات او وغځول شي، يعنې د سياسي مشاورينو، منځګړو او د انتخاباتو د څارونکو د ګمارنې په واسطه بايد د سولې راوستلو په غرض کار وشي. برانتنر د دغسې کسانو د فعاليتونو او د اهميت په هکله يې وايي: «که پوځي مداخلې شوې او بريالۍ هم پاته شوې وي، خو ورپسې ګام بيا تر ټولو سخت دی. له دغسې هېوادونو څخه بايد بېرته با ثباته، سوله يزې او په ټولنيز او اقتصادي لحاظ برابرې ټولنې جوړې شي. دا اصلي چېلنج دی چې ډېر ځلي پکې ناماکه پاته کيږو.»

په دغه برخه کې د «نړيوالې سولې د ماموريتونو مرکز» په برلين کې اصلي نقش لوبوي چې مختلفو مهارتونو لرونکي کارپوهان جلبوي، تربيه کوي او پالنه يې کوي. د دغه مرکز مشره، الموت ويلند کريمي، وايي چې د «ملکي کارپوه» مسلک په تېرو ۱۵ تر ۲۰ کلونو کې رامنځ ته شوی دی. د نړيوالې سولې د ماموريتونو مرکز په ۲۰۰۲ کال کې د پخواني سرهْ زرغون ائيتلافي حکومت او د آلمان د پارلمان له خوا جوړ شوی دی.

اوسمهال ۱۵۰ تنه آلماني ملکي کارپوهان په خارج کې په خپلو ماموريتونو بوخت دي. هغه په تېره بيا د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او په اروپا کې د امنيت او همکارۍ د ټولنې په چوکاټ کې سوله ساتي ماموريتونه دي. د آلمان په څېر د يوه مهم هېواد له پاره دا البته هومره ډېر کارپوهان نه دي. د آلمان د پارلمان متخصص سياسيون په دې اند دي چې شمېر يې بايد لوړ شي. د سي دي يو ګوند د بهرني سياست کارپوه، نوربرت رويتګن په دې هکله وايي: «موږ بايد دغې نتيجې ته سره ورسيږو چې دغه ډول کوښښونه زموږ د ملي ګټوت څخه اصلي درک دی او دا چې د دغسې کارونو له پاره پيسې هم پکار او لازمې دي.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (29.07.2013):