1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي د پناه غوښتونکو شمېر اوج ته رسېدلی

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲۶, سه‌شنبه

په ټوله نړۍ کي په ميليونونو انسانان کډوال سوي. د بخښني نړيوال سازمان، نړیواله ټوله په دې تورنه کړې ده چي په دغه برخه کي ناکامه عمل کوي. ويل سوي دي چي تر نړيوال جنگ وروسته اوس د پناه غوښتونکو شمېر اوج ته رسېدلی.

https://p.dw.com/p/1FhkR
Flüchtlinge Grenzgebiet Türkei Syrien
انځور: Reuters/U. Bektas

په عراق او سوريه کي افراطي ډلي «اسلامي دولت» خپلو پرمختگونو ته ادامه ورکړې. په نايجيريا کي افراطي ډلي «بوکو حرام» د خلکو په زړونو کي بيره او وحشت خپور کړی او په جنوب ختيځه آسيا کي «روهينگيا» قومي اقليت تر سختو فشارونو وروسته تېښتي ته مجبوره سوی دئ.

د بخښني نړيوال سازمان اعلان کړی دئ، چي په نړۍ کي وسله والو نښتو د پناه غوښتني کړکېچ تر دوهم نړيوال جنگ وروسته خپل وروستي اوج ته رسېدلی دئ. د بشري حقونو دغه سازمان اعلان کړی دئ چي نړيواله ټولنه په نړۍ کي له بې ځايه سوو انسانانو سره په مرستو کي نه بريالی عمل کړی دئ.

د بخښني نړيوال سازمان په راپور کي راغلي دي چي نړيوالو سازمانونو د کډوالو حقوقو ته پام لرنه نه ده کړې، نو په دې دليل په ميليونونو مهاجر په ناوړه شرايطو کي ژوند کوي.

دغه سازمان په خپل راپور کي ليکلي دي چي اوس په نړۍ کي نزدې يو ميليون پناه غوښتونکي خوندي هيوادونو ته د تگ په تمه دي او هغه انسانان چي په خپلو هيوادونو کي بې ځايه سوي دي بايد له پامه و نه ايستل سي او له هغوی سره مرستي وسي.

د بخښني د نړيوال سازمان د راپور له مخي يوازي د سوريې ۴ ميليونه گډوال د ترکيې، لبنان، اردن، عراق او مصر په کمپونو کي په ډېرو خرابو شرايطو کي ژوند کوي. دغه سازمان ويلي دي چي د افريقا په جنوب کي هم تر ۳ ميليونه زيات انسانان مهاجر سوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب