1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي د څښاک اوبو د کمښت خطر موجود دئ

۱۳۹۰ اسفند ۲۲, دوشنبه
https://p.dw.com/p/14JPM

په نړۍ کي مخ پر زیاتېدونکي نفوس ته په کتو سره د خوراکي موادو او انرژۍ د کمېدو تر څنگ، اوس د اقلیم بدلون له امله، د اوبو د زېرمو د خلاصېدو خطر هم موجود دئ. د ملگرو ملتو له خوا د اوبو په اړه په یوه تازه رپوټ کي راغلي دي چي د اقلیم د بدلون له کبله که اوبه مخ پر کمېدو دي، خو ضرورت ورځ په ورځ مخ پر زیاتېدو دئ.

د اوبو په اړه تر ۶ نړیوال کنفرانس لږ مخکي یونسکو خبر ورکوي چي د څښلو اوبو سمبالتیا په خطر کي ده. په دې اړه لوی کنفرانس کي چي د دوشنبې په ورځ د فرانسې په جنوب د مارسل په ښار کي پرانیستل کیږي له ۱۵۰هیوادونو څخه د ۲۵ زرو کسانو د راتگ تمه کيږي.