1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي پوځي لګښتونه ورځ تر بلي ډيريږي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۵, جمعه

هيڅ بل هېواد په دنيا کې د نظامي تجهيزاتو دپاره هومره پيسې نه لگوي لکه د امريکا متحده آيالتونه. دغه لگښتونه نزدې 580 مليارډو امريکايي ډالرو ته رسيږي چې په 2007 م کال کې په نړيواله کچه د مجموعي لگښتونو 45 فيصدو ته رسيږي

https://p.dw.com/p/Hr8h
د امريکا د متحده آيالتونو د بودجې کمول په لنډ او منځمهال اټکل سره نه تر سترگو کيږي
د امريکا د متحده آيالتونو د بودجې کمول په لنډ او منځمهال اټکل سره نه تر سترگو کيږيانځور: AP

په ټوله دنيا کې پوځي لگښتونه يو ځل بيا زيات شوي دي. دا څرگندونې مارک فون بوېمکن کوي، چې په بن کې د سلاح و په اړه د څېړنيز مرکز يا په لنډه توگه BICC د پروژو مشر دی. د ارقامو له مخې په 2007 م کال کې په نړيواله کچه پوځي لگښتونه شپږ فيصده یعنې 1339 مليارډو ډالرو ته ختلي دي. د مهماتو د زياتېدو دغه بهير د نوي يمو کلونو را په دې خوا دوام لري. ځکه نو د BICC رييس، پېتر کرول د امريکا د متحده آيالتونو د ولسمشر هغه اقدام ته سترگې په لار دی چې ويل يې اتومي وسلې بايد کمې شي.

«د ولسمشر اوباما هغه هيله چې دنيا دې له اتومي وسلو څخه پاکه شي، سمه تگلاره ده. خو دا چې پوځي لگښتونه ورځ تر بلې زياتيږي، نو ځکه بايد د بې وسلې کونې يوه اجندا هم جوړه شي. د امريکا د متحده آيالتونو نظامي لگښتونه که له نورو سره مقايسه شي، په نړيواله کچه تر ټولو لوړ دي او ارقام هغه change يا بدلون نه ښېي، چې اوباما غوښتی و. بر عکس خبره صدق کوي».

هيڅ بل هېواد په دنيا کې د نظامي تجهيزاتو دپاره هومره پيسې نه لگوي لکه د امريکا متحده آيالتونه: دغه لگښتونه نزدې 580 مليارډو امريکايي ډالرو ته رسيږي چې په 2007 م کال کې په نړيواله کچه د مجموعي لگښتونو 45 فيصدو ته رسيږي. په روان 2009 کال کې د پېنتاگون يا د امريکا د دفاع وزارت بودجه د فون بوېمکن په وينا د دويمې نړيوالې جگړې له وخت څخه هم لوړه ده او د ساړه جنگ په اوږدو کې هم هيڅکله داسې لوړه نه وه.

«د امريکا د متحده آيالتونو د بودجې کمول په لنډ او منځمهال اټکل سره نه تر سترگو کيږي. په دې کې ښايي نه اقتصادي بحران او نه د بارک اوباما نوی حکومت بدلون راوستلی شي. په اصل کې د نوې امريکايي ادارې د کورنۍ بودجې طرحه د 2010 کال دپاره چې سږ کال د فبرورۍ په 26 مه نېټه وړاندې شوله، يو ځل بيا د تېر کال په پرتله څلور فيصده زياتوالی ښېي».

په نړۍ کي روسيه تر امريکا او چين وروسته دريم مقام لري چي په پوځي چارو ډيري پيسې لګوي
په نړۍ کي روسيه تر امريکا او چين وروسته دريم مقام لري چي په پوځي چارو ډيري پيسې لګويانځور: AP

خو نه يوازې د امريکا متحده آيالتونه، بلکه نور هېوادونه هم د BICC د رپوټ له مخې پوځي لگښتونه زياتوي. په دې ډله کې پرمختلونکي هېوادونه هم راځي لکه اندونيزيا او ملايزيا. خو تر ټولو مخکې چين دی چې په پوځي چارو کې د 140 مليارډو ډالرو په لگولو سره له امريکا څخه وروسته دويم مقام لري. درېيم مقام روسيې نيولی چې د مهماتو دپاره يې 78,8 مليارډه امریکايي ډالره لگولي دي. هند د 72,2 مليارډو ډالرو په لگولو سره څلورم مقام لري.

د امريکا د لويې وچې په منځ او په غربي اروپا کې پراته هېوداونو نظامي لگښتونه د BICC د رپوټ له مخې په نسبي توگه لږ زيات کړي دي. خو د بې وسلې کونې خبره په همدغو هېوادونو کې هم مطرح نه ده. فون بوېمکن په دې ترڅ کې آلمان ته گوته نيسي.

«د آلمان د اتحادي جمهوريت دفاعي بودجه سر د 2006 کال راهيسې په زياتېدو ده. د 2008 کال په نسبت په 2009 کې لگښتونه 1,7 مليارډه يورو زيات شوي دي او د تقريبا 31,2 مليارډو يورو په اندازه يوې نوې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي».

د نويو وسلو د اخيستلو او رانيولو په برخه کې پانگونې د رپوټ له مخې د 2008 او 2009 کال په منځ کې د 2007 کال په نسبت پنځه ويشت فيصده زيات شوي دي. فون بوېمکن په دې نظر دی چې د آلمان پوځي لگښتونه به نور هم پسې لوړ شي. هغه په دې ترڅ کې د 2008 م کال په اکتوبر کې د آلمان د پارلمان هغې پرېکړې ته اشاره کوي چې وايي د آلماني پوځونو شمېر به په افغانستان کې له 3500 عسکرو څخه 4500 تنو ته زيات شي.

Ayari/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل