په نړۍ کي ۱۶۴ميليونه کسان د کار په خاطر مهاجر سوي

د کار د نړیوال سازمان د اټکلونو له مخي ۱۶۴ميلیونه انسانان په نورو هیوادونو کي د کارونو په خاطر مهاجر سوي دي. د هغوی تعداد کال په کال نور هم اضافه کیږي.

د کار نړيوال سازمان (ILO) چي د ملګرو ملتونو په چوکاټ کي یې د فامیلي، اجتماعي عدالت او کارگرانو د حقوقو په غوښتني سره دغه رپوت وړاندي کړی دی، همدارنگه ویلي دي چي د هغوی شمېر له ۲۰۱۳م کاله تر۲۰۱۷م پوري ۹ فیصده نور هم زيات سوی دی.

د دغه سازمان په حواله په داسي حال کي چي په دغه موده کي لوړ عاید لرونکو هیوادونوته لږ کسان د کارونو په خاطر مهاجر سوي دي، متوسط عاید لرونکو هیوادونو ته بيا مهاجرتونه ډیر سوي دي. خو بیا هم د رپوټ پراساس د دغو مهاجرو دوه پر دریمه برخه په لوړ عاید لرونکو هیوادونو کي ژوند کوي.

د دغو مهاجرو تقریباً ۲۴سلنه د اروپا په شمالي، جنوبي او لوېديځو برخو کي، ۲۳ فیصده په شمالي امریکا او ۱۴ سلنه یې په عربي هیوادونو کي ژوند کوي.

Amnesty-Kritik an Bedingungen im WM-Land Katar

د کار نړيوال سازمان په خپلو دغو ارقامو کي ټوله هغه کسان په نظر کي نیولي دي چي نورو هیوادونو ته د کارونو له پاره تللي وي، که هغوی د لږ او مؤقت وخت له پاره هم وي. مثلأ د موسمي کارونو له پاره تللي وي، لکه د حاصلاتو راټولولو، نرسانو په توگه او یا د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کي.

دغه سازمان ټوله هغه انسانان هم په خپلو ارقامو کي شامل کړي دي چي په غیر قانوني ډول او بې رسمي اقامې په یوه هیواد کي په کار بوخت وي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 04.11.2018)

ټولنه

ډیره ګرمي

د اندونیزیا په مشرقي جاوا سیمه کې پروت د ایجن اورغورځونکي غره په لمن کې کاریګر سفلر راوباسي. د ۲۶۰۰ متره لوړوالي لرونکي دغه اور شیندونکي غره په ۲۰۰ متره ژوروالي کې د سلفرو یو جهیل موجود دی. له دغه جهیل څخه ګازونه او دود بیرون راوځي.

ټولنه

شین رنګه معجزه

کله چې د تودوخې د ۲۰۰ درجې درلودونکی د سلفر ګاز له دغه غره څخه بیرون کیږي، نو په تیاره کې شکل شین رنګ ته اوړي. دغه کاریګر چې سهار وختي دغه ځای ته د کار له پاره راغلی، د دغه راز یوې صحنې د لیدو شاهد دی.

ټولنه

خطرناک مصروفیت

دغه کار ولې د نړۍ تر ټولو خطرناک کار دی؟ له دغه ځایه وتونکی زهرجن ګاز د کاریګرو سږو او جلد ته ډیر زیان رسوي. دغه کاریګر پرته له دې چې محافظتي جامې او یا د تنفس وسایلی وکاروي، په دغو سیمو کې کار کوي او خپل ژوند په خطر کې اچوي.

ټولنه

ژیړه طلا (سره زر)

دلته کاریگر د سلفر ګاز د کان داخل ته د پیپونو له لارې انتقالوي څو سوړ شي. کله چې ورباندې هوا ولګیږي، شکل یې تغیر کوي او د کنډ [د ونو له تنې څخه راوتونکي یو ډول ټینګه ماده] په څیر په یوه ماده بدلیږي.

ټولنه

درود بار

دغه کاریګر شاوخوا ۸۰ کیلوګرامه وزن پر خپلو اوږو په دغه ډبرین غره کې انتقالوي. هغه اړ دی چې څلور کیلومټره واټن ووهي ترڅو دغه مواد خپل ځای ته ورسوي. هغه چې ربړي بوټونه یې په پښو دي، یو غلط قدم یې د ژوند په بیه تمامیدلی دشي.

ټولنه

ژوند په خطر کې

کله کله په دې سیمه کې د ډیرو دودونو او ګازونو له کبله کاریګر بې هوشه کیږي. دود د انسان اعصابو او سږو ته داخلیږي چې له کبله یې کاریګر خپل هوش له لاسه ورکوي. دغه کاریګر بیا د څو اونیو له پاره د خوند او بوی کولو له احساسه بې برخې وي. د تیرو ۴۰ کلونو په ترڅ کې دلته ۷۰ کاریګر وژل شوي دي. د دې سیمې د کاریګرو اوسط عمر یوازې ۵۰ کلونه دی.

ټولنه

د کنډ په څیر ماده

دغه ژیړ رنګه ماده د بورې [شکرې] د سپینولو، اورلګید او د سرې په جوړولو کې کارول کیږي. تر ۱۹ پیړۍ پورې دغه راز کیمیاوي مواد په ایټالیا، نیوزیلنډ او چیلي هیوادونو کې هم استخراج کیدل. خو په ځینو هیوادونو کې د اور غورشیندونو د غرونو د فعالیدو او د نوې ټیکنالوجۍ له کبله دغه راز کارونه څه نه څه آسانه شوي دي.

ټولنه

د سخت کار عاید؟

د دغه اور شیندونکي غره په لمن کې په ورځني ډول شاوخوا ۱۰۰ کاریګر کار کوي. دوی په روځني دول د ۷ او ۸ یورو متبادل پیسې ترلاسه کوي. که څه هم دغه مقدار د ایستل شوي سلفر په پرتله کم دی، خو په اندونیزیا کې دغه اندازه پیسې ډیرې ګڼل کیږي.