1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي ۶۰ ميليونه انسانان په تېښته کي دي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲۸, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د کلني راپور له مخي په نړۍ کي تر ۶۰ ميليونه زيات انسانان په تېښته دي. د دغي ادارې په کلني راپور کي راغلي دي چي دغه شمېر کيدای سي چي نور هم لوړ سي. د دغو کسانو نيمايي ئې کوچنيان دي.

https://p.dw.com/p/1Fiss
انځور: Reuters/U. Bektas

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) د پنجشنبې په ورځ په ژنيو کي په نړې کي د کډوالو په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ.

په دغه راپور کي راغلي دي چي په نړۍ کي د کډوالو دغه بې ساری شمېر چي تر۶۰ ميليونه زيات کيږي، تر اوسه پوري له دوی سره نه وو ثبت سوی.

په راپور کي راغلي دي چي د ۲۰۱۴م کال په پای کي په نړۍ کي نزدې ۵۹،۵ ميليونه انسانان په تېښته کي ول، چي دا د ۲۰۱۳م کال په پرتله ۸،۳ ميليونه زيات ول. لس کاله دمخه په ټوله نړۍ کي يوازي ۳۷،۵ ميليونه انسانان په تېښته کي ول.

په دغه راپور کي بيا تر ټولو ډېر پر دې باندي ټينگار سوی دئ، چي د دغو ۶۰ ميليونو کسانو نيمايي ئې کوچنيان دي.

د کډوالو په اړه د ملگرو ملتونو د کلني راپور له مخي د مهاجرو د ډېرښت يو اصلي دليل د سوريې کورنۍ جگړړه بلل سوې ده.

په راپور کي ويل سوي دي چي د مهاجرو د ډېرښت لوی سبب وسله والي جگړې دي. راپور زياتوي چي له سوريې څخه ۱۱،۴۸ ميليونه انسانان په تېښته کي دي. په دوهم ځای کي افغانستان راځي چي ۲،۵۹ ميليونه انسانان ښول سوي او په دريم کي سوماليا ده چي ۱،۱ ميليون وگړي ئې له زور زياتيو څخه په تېښته کي دي.

په تيرو پنځو کلونو کي په نړۍ کي ۱۵ نوي شخړي پيل سوي يا له سره تازه سوي چي په هغو کي نايجيريا، بوروندي او يمن د يادولو وړ دي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې رئيس انتونيو گوترز، په ژنيو کي د دغه راپور د وړاندي کولو پر مهال وويل: «تر ټولو وحشتناکه دا ده چي هغو کسانو چي جنگ ئې پيل کړی له سزا ورکولو څخه نور هم خوندي سوي، او له بله اړخه نړيواله ټولنه د دغو جنگونو د ختمولو او سولي د ټينگولو په برخه کي ناتوانه ده.»

گوترز زياته کړه چي د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو اداره سمدلاسه مرستو ته اړتيا لري: «په داسي يوه وخت کي چي په ډله ييزه توگه انسانان تښتي، موږ دغه شان په ډله ييزه توگه د انسانانو د خوندي ساتلو له پاره د نړيوالي ټولني بشردوستانه مرستو ته اړتيا لرو.»

گوترز وويل چي په دې برخه کي بايد په ځانگړې توگه شتمن هيوادونه مرسته وکړي. د ده په خبره چي له بده مرغه شتمنو هيوادونو تر فقيرو هيوادونو لږ ځان ښورولی دئ.

په ۲۰۱۴م کال کي له هرو لسو مهاجرو څخه ۹ (۸۶ سلنه) ئې هغو هيوادونو ته رسېدلي دي چي اقتصادي وضعيت ئې کمزوری دئ.