1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کې د ترهګریزو بریدونو له امله ۳۴ زره انسانان وژل شوي

۱۳۹۶ شهریور ۲, پنجشنبه

په داسې حال کې چې د یوې څیړنې له مخې د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله یوازې دوه سلنه ترهګریز بریدونه په اروپا کې ترسره شوي، خو اروپایان ځینو بریدونو نا آرامه کړي. تر ټولو زیات ترهګریز بریدونه په منځني ختیځ کې پیښ شوي.

https://p.dw.com/p/2ikq5
Irak Bombenanschlag in Bagdad
انځور: Reuters/K. al Mousily

دغه څیړنه د امریکا متحده ایالاتو د مریلنډ په ایالت کې د «ترهګرۍ او ترهګرۍ د مخنیوي په هکله د څیړنو د ملي کنسروسیوم» د کارپوهانو لخوا ترسره شوې. څیړونکو د ترهګریزو بریدونو په هکله خبرونه او رپوټونه را ټول کړي او بیا یې وروسته ارزولي دي. د دوی د رپوټ په حواله په ۲۰۱۶م کال کې په ټوله نړۍ کې ۱۳ زره او ۴۰۰ ترهګریز بریدونه ترسره شوي چې له امله یې ۳۴ زره کسان قرباني شوي دي.

په عین وخت کې د تیر کال په پرتله، ترهګریز بریدونه نهه سلنه کم شوي او د دې کار له امله د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو شمیر هم ۱۰ سلنه ټیټ شوی دی.

د څیړنې له مخې د ترهګریزو بریدونو زیاتره قربانیان د منځني ختیځ او د شمالي افریقا اوسیدونکي دي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د بریدونو له امله ځپل شوي دي. د دې برعکس په سویلي آسیا کې د ترهګریزو بریدونو شمیر کابو یو پر دریمه برخه را ټیټ شوی. په ځانګړې توګه په پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه ډیر کم ثبت شوي او دا کار د دې سبب شوی چې دغه هیواد د ترهګریزو بریدونو د ځپل شوو هیوادونو د کتار له سر څخه را ولویږي او هندوستان د ترهګریزو بریدونو ځپل شوو هیوادونو د کتار په سر کې د دې هیواد ځای ونیسي.

په اروپا کې د ترهګرۍ ۳۵۰ قربانیان

په مجموع کې د ټولې نړۍ د ترهګریزو بریدونو له جملې څخه درې سلنه یې د اروپا په شرقي او غربي هیوادونو کې پیښ شوي دي. د دې بریدونو له امله ۳۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې د ۲۰۱۵م را په دیخوا دغه شمیر د پام وړ زیاتوالی ښيي. د دې کارپوهانو له نظره په اروپا کې زیاتره ترهګریز بریدونه پر ملکي خلکو باندې د موټرو په واسطه ترسره شوي دي. په دې رپوټ کې ویل شوي چې دغه څه نوي نه دي خو په دې وروستیو کې په ترهګریزو بریدونو کې ورڅخه د پام وړ ډیره ګټه اخیستل کیږي او د ګڼ شمیر کسانو د وژنې سبب هم ګرځي.

تر دې وړاندې په اروپا کې د ترهګریزو بریدونو دغه راز لوړ شمیر د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰م کلونو په ترڅ کې د آی. آر. اې (IRA) یا په اصطلاح په لویه بریتانیا کې د آیرلنډ د جمهوري غوښتونکو د پوځ او د اي. ټي. اې  (ETA لخوا په هسپانیا کې ترسترګو شوي دي. په ۱۹۹۰ کلونو کې په اروپا کې د بریدونو کچه ټیټه شوې وه او دغه څه تر ۲۰۱۴م کال پورې ادامه پیدا کړه چې بیا وروسته یو ځل بیا مخ پر لوړیدو شو.