1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روغتيا نړيوال سازمان

۱۳۹۹ اسفند ۲۱, پنجشنبه

په نړۍ کې له هرو دريو ښځو څخه يوې يې تاو تريخوالي او سپکاوی تجربه کړی دی. د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې په نړي کې کابو ۷۳۶ ميليونه ښځي له تاو تريخوالي سره مخامخ شوي دي.

https://p.dw.com/p/3qUgC
Symbolbild Gewalt gegen Frauen Kinder
انځور: Imago Images/Panthermedia

 

په نړۍ کې له هرو دريو ښځو څخه يوې يې تاو تريخوالي او سپکاوی تجربه کړی دی. د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې په نړي کې کابو ۷۳۶ ميليونه ښځي له تاو تريخوالي سره مخامخ شوي دي.

 

د نړۍ په ډېرو هيوادونو کي د ښځو پر وړاندي تاوتريخوالی په يوې ورځنۍ پيښې اوښتی، د روغتيا نړيوال سازمان له دې سره پر دې ستونزه د ټينګار تر څنګ ویلي دي چې په نړۍ کې له دريو ښځو څخه يې يوي په خپل ژوند کي تاوتریخوالي تجربه کړی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان په خپل وروستي رپوټ کي د ښځو پر وړاندي تاوتريخوالي د دوام په هکله ټينګار کړی او ويلي يې دي چې په نړۍ کې کابو ۷۳۶ ميليونه ښځې د خپل ژوند په يو پړاو کي په خپل ګډ ژوند کي تاو تریخوالي تجربه کړی او يا د خپل ژوند ملګري څخه جلا جنسی تيري پرې شوی.

خو د دغه سازمان د رپوټ له مخې له دغه ښځو څخه ډيري يعني کابو ۶۴۱ ميليونه يې په خپل ګډ کورني ژوند کي له دغسی تيريو سره مخامخ شوي دي.

د ياد سازمان رئيس تيدروس ادهانوم غیريوس ويلي: «د دې څيړنو پايلې يو ډير ټکان ورکونکي انځور ښکاره کوي.»

د دغه سازمان د څېړنو له مخې تر ۲۴ کلنۍ کښته له هرو څلورو ښځو څخه يې يوه په خپل ګډ ژوند کې تاو تريخوالي تجربه کوي. کابو شپږ سلنه ښځې د هغو نارینه وو له خوا زوریدلي چې دوي ورسره رابطه نه ده لرلې.

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي د دوی رپوټ پر هغو احصايو ولاړ دی چې ورته لاس رسی يې لرلی دی، خو وايي چې په احتمالي توګه به د ښځو پر وړاندي د تاو تريخوالي دقيق شمير څو ځلي زيات وي.

ياد سازمان په دې تړاو د ۳۰۰ څيړنو ارزونه او شننه کړې ده. هغه څيړنې چې له۲۰۰۰م کال څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې ترسره شوي دي.

د دغه رپوټ ليکوالانو، په ټوليزه توګه د ياد سازمان په ۱۹۴ غړيو هيوادونو کې د څيړنو پايلي تر ارزونې لاندې نيولې دي.

دغه سازمان ټينګار کړی دی چې د ښځو پر وړاندي تاو تريخوالي ناوړه پايلي لرلي، لکه سختي رواني ناروغۍ، ژورخفګان، ډار او وارخطايي او د خپلي خوښي خلاف ميندواره کيدل.

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي منشی ويلي دي: «دغه ستونزه پخوانۍ ده او موږ کولی شو ځينو ته بدلون ورکړو.»