1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

نړۍ د کرونا ناروغۍ د ابتلا تر ټولو لوړ ريکارډ ثبت کړ

۱۳۹۹ مرداد ۴, شنبه

د جمعې په ورځ په نړۍ کې د کرونا ناروغۍ د ابتلا تر ټولو لوړ ريکارډ ثبت شو. د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د يوې شپې او ورځې په جريان کې ۲۸۵ زره کسان په کرونا ويروس اخته شوي دي.

https://p.dw.com/p/3ftrh
ZDF-Serie Sløborn
انځور: ZDF und Krzysztof Wiktor

د روغتيا نړيوال سازمان د جمعې ورځې په ماښام همدا راز خبر ورکړ چې د تيرو ۲۴ ساعتونو په جريان کې نژدې ۱۰ زره کسان په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د دغه سازمان په خبره، د اپريل مياشتې له ۳۰مې راپدېخوا هيڅ کله هم کرونا ناروغي په دومره لوړ شمير کې قربانيان نه درلودل.

د نړۍ په سطحه امريکا او برازیل اوس هم د کرونا ناروغۍ د مبتلایانو تر ټولو لوړ شمير لري. په امريکا کې تر اوسه شاوخوا ۴ ميليون او ۲۴۸ زره او په  برازيل کې ۲ ميليون او ۴۸ زره مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

د تيرو ۲۴ ساعتونو په جريان کې په امريکا کې د کرونا څه باندې ۱۴۵زره او په برازيل کې څه باندې ۸۵ زره نوې مثبتې پيښې ثبت شوي دی.

تر برازيل وروسته هندوستان دی چې په تيرو څلورويشتو ساعتونو کې يې شاوخوا ۵۰ زره نوې پيښې لرلي دي. 

د رابرت کوخ انستيتوت په حواله، اوس په آلمان کې هم د کرونا ويروس خپريدا چټکه شوې ده. په حواله يې، په دغه هيواد کې په ورځ کې د کرونا ناروغۍ شاوخوا ۸۱۵ نوې مثبتې پيښې ثبتيږي.

کارپوهان د پيښو د ډيريدو لامل، دوبنۍ رخصتيانې بولي چې په ترڅ کې يې معمولا سفرونه ډير وي.

دويچه ويله ف/م.ک.ص/م.ن.ص

د کرونا پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: