1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نیویارک کې څرخي الوتکه پر دنګې ودانۍ رالویدلې

۱۳۹۸ خرداد ۲۱, سه‌شنبه

د نيويارک په منهتن کې ټایم سکوایر، ته څېرمه يوه څرخي الوتکه د يوې دنګې ودانۍ پر سر رالویدلې ده. د پېښې علت تر اوسه معلوم نه دی خو د ترهګریز شالید په اړه یې هم معلومات نه دي موندل شوي.

https://p.dw.com/p/3K9lk
Helikopter stürzt in Manhattan in ein Gebäude
انځور: Reuters/B. McDermid

د څرخي الوتکې د سقوط په پېښه کې يو تن وژل شوی دی. د رسنيو د رپوټونو په حواله دا د همدې الوتکې پېلوټ دی.

په ودانۍ کې د پېښې پر وخت په کار بوختو کسانو وويل چې ټول تعمير ولړزيد. خو د نيويارک ايالت د ګورنر اندريو کوومو، په حواله په دغه ودانۍ کې څوک ټپيان شوي نه دي. تر پېښې وروسته اور ولګېد چې ډېر ژر خاموشه کړای شو او ودانۍ تخليه شوه.

ناتان هوتن چې د دغه ودانۍ په ۲۹ پوړ کې کار کوي، وويل: «ټوله ودانۍ ولړزيده. موږ فکر وکړ چې زلزله ده يا بل څه شی دی؟» هغه زياتوي چې بيا د خطر زنگ وغږول شو او امنيتي پرسونل د زينو له لارې د ودانۍ څخه د وتلو لارښوونه وکړه. وار خطايي هم رامنځته نه شوه.

لړه او باران

د پېښې علت تر اوسه معلوم نه دی. خو د نيويارک د گورنر کوومو، په خبره څرخي الوتکې ښايي د ودانۍ پر ۵۴ پوړ د بيړنۍ ناستې د هڅې پر وخت سقوط کړی وي. د پېښې پر وخت په دغه سيمه کې هوا خرابه وه او باران او لړې وې. زياته شوې ده چې وریځې دومره ټيټې وې چې د ودانۍ څوکه نه ليدله کيدله.

Helikopter stürzt in Manhattan in ein Gebäude
څرخي الوتکه د اوومې جادې پر دې ودانۍ رالوېدلې دهانځور: Reuters/B. McDermid

د نيويارک ښار د پوليسو مشر جيمز او نايل، وويل چې څرخي الوتکې د پېښې  د ځای سره نزدې، له ۳۴ کوڅې څخه پرواز کړی وو. يوازې ۱۱ دقيقې وروسته د ۵۱ او ۵۲ کوڅې او د ۷ مې جادې ترمنځ ټایم سکوایر ته څېرمه یې سقوط وکړ.

د نيويارک د ښاروال بل دي بلازيو، په حواله پېښه ترهګريز شالید نه لري. هغه زياته کړې: «په دې اړه مو هيڅ نښې نښانې نه دي موندلي چې ګني دا دې يو ترهګریز عمل وي.» هغه زياته کړه اوس کوم «بل خطر» هم متوجې نه دی.

له ژغورونکې عملې څخه د ترمپ مننه

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د خپل تويتر په پیغام کې ليکلي ول چې هغه د الوتکې د سقوط له پېښې خبر شوی دی او د ژغورونکې عملې څخه د هغوی د «ښه کار» له کبله مننه کوي. هغه زياته کړې چې حکومت یې مرستې ته چمتو دی.

bs/ms (afp, dpa)