1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هامبورګ کې د جي ۲۰ غونډه پیل شوه

۱۳۹۶ تیر ۱۶, جمعه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل په هامبورګ کې د جي ۲۰ غونډي پرمهال وویل چې ټول اړخونه باید له یو څه تیر شي چې د نړیوالو ستونزو له پاره حل لاري وموندل شي. سږ کال آلمان د دغې مهمې غونډي کوربه دی.

https://p.dw.com/p/2gA2O
G20 Gipfel in Hamburg | Trump & Jinping & Merkel & Macri
انځور: Reuters/J. MacDougall

میرکل وویل چې ټول اړخونه باید له یو څه تیر شي چې د نړیوالو ستونزو له پاره د حل لاري وموندل شي. سږ کال آلمان د دغې مهمې غونډې کوربه دی.

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، د جمعې په ورځ د جې۲۰ غونډه پرانیسته. هغې د غونډې ګډوالو ته وویل چې د نړۍ په بیلابیلو برخو کې يې د میلیونونو انسانانو مسوولیت پر غاړه دی او د دې له پاره چې نړیوالو ستونزو ته د حل لار وموندل شي باید هر هیواد له یو څه تیر شي.

د نړۍ د شلو پرمختللو او د صنعتي کیدو په درشل کې ولاړو هیوادونه د دغې غونډې پر مهال د آلمان هامبورګ ښار د نړیوال کیدو پر ضد مظاهرو شاهد وو چې پکې شاوخوا ۱۰۰ زره کسانو ګډون کړی دی.

د جي شل سږنۍ غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د آلمان صدراعظمه او د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر د اقلیم ساتنې پر موضوع یو له بل سره د موقفونو واضیح مخالفت لري. له بلې خوا دغه غونډه د ولسمشر ترمپ، «امریکا لومړۍ» شعار هم تر ډیره بریده پورې تر اغیزې لاندې راوستې ده.

بله موضوع چې د روانې جي ۲۰ غونډې پر مهال به د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او روسي سیال یې ولادیمیر پوتین، د لومړي ځل له پاره د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته سره  وګوري. ترمپ لا وختي خپلې لیدنې پیل کړې دي. هغه د جمعې په ورځ د مکسیکو له ولسمشر سره هم وکتل.