1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هانکانگ کي مظاهرې رواني دي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ آذر ۱۰, دوشنبه

په هانکانگ کې مظاهره کوونکو د دولتي ودانیو د محاصره کولو هڅه وکړه چې د پولیسو له سخت غبرگون سره مخامخ شول. په دې ځای کې له څه مودې راهیسې مظاهره کوونکي د لا ډیرو آزادیو له پاره خپل غږ پورته کوي.

https://p.dw.com/p/1DxVv
انځور: Reuters/Bobby Yip

د مظاهره کوونکو د سمبالولو له پاره سیمې ته راغلي پولیس پر اوښکې بهوونکي گاز، د سوټو او د مظاهرو ضد ډالونو باندي سمبال ول. په داسې حال کې چې مظاهرو د دوشنبې تر سهاره پوري دوام لاره، پولیسو په ادمیرالتي سیمه کې تر۴۰ زیات دیموکراسي پلوه مظاهره کوونکي ونیول.

که څه هم وروسته وضعیت آرام شو، مظاهره کوونکو اندیښنه څرگنده کړه چې پولیس به یې د کمپونو د ټولولو اقدام وکړي.

د یکشنبې په ورځ هغه وخت مظاهرې سختي شوې چې د محصلانو مشرانو پر مظاهره کوونکو باندي غږ وکړ چې د دولتي ودانیو مخې ته راټول شي. د اسوشیتد پرس خبري آژانس د محصلینو د مشر الیکس چاو، په حواله لیکلي دي: «د دې کار هدف د حکومت د فعالیتونو فلجول ول.»

هغه زیاته کړې ده: «موږ په دې باور یو چې باید خپله توجه د حکومت اصلي مقرونو ته متمرکزه کړو. داسي ځایونه چې د حکوت د قدرت سمبولونه دي.»

په لومړي سر کې پولیسو پر مظاهره کوونکو باندي غږ وکړ چې شا ته ولاړ شي، او کله چې هغوی دغه کار ونه کړ نو پولیسو حرکت پر ور وکړ.

د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ نښتو په پایله کې یو شمیر مظاهره کوونکي ژوبل شوي او يو شمیر نور بیا د پولیسو له خوا نیول شوي دي. ویل کيږي چې یو تن پولیس هم په دغو پیښو کې ټپي شوی دی.

د هانکانگ مظاهره کوونکي وایي چې حکومت د هغوی وړاندیزونو ته غوږ نه دی نیولی. هغوی غواړي چې د هانکانگ خلک په ۲۰۱۷ کال کې د خپل مشر د ټاکلو توان ولري.

پر دې سربیره هغوی غواړي چې بیجینگ هم د دې هیواد په ټاکنو کې مداخله و نه کړي. له بلې خوا چین د رای اچوونې بهیر منلی دی خو ویلي يې دي چې د هانکانگ د مشرۍ له پاره کانديدان به له خپل نظره تیر کړي.