1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هانگ کانگ کي احتجاجونه آرام سوي دي

دويچه ويله/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ مهر ۱۴, دوشنبه

د سيمه ييز حکومت له خوا تر اخطار وروسته احتجاج کوونکو د دولتي ودانيو کلابندي پای ته رسولې ده. پوهنتونونه او عالي ليسې هم بېرته پرانستل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1DQDs
انځور: picture-alliance/dpa

له هغه وروسته چي د هانګ کانګ په احتجاجونو کي د نامعلومو کسانو له خوا تاوتريخوالی رامنځ ته سو، احتجاج کوونکي سخت په غوسه سول. هغوی پر حکومت تور ولگاوه چي داسي کسان يې د دوی منځ ته ور داخل کړي دي چي تاوريخوالی رامنځ ته کړي.

تر دغو پيښو وروسته احتجاج کوونکو د ځايي حکومت سره پلان سوي خپلي خبري اتري هم وځنډولې. تر دې دمخه ځينو کسانو د لارو کوڅو بندونکو احتجاج کوونکو پر وړاندي له تاوتريخوالي څخه کار واخيست او په زور يې په ځينو ځايونو کي د هغوی بندونه ليري کړي ول.

په دې ترڅ کي ۱۶۵ انسانان ژوبل سوي ول. د هانګ کانګ د پوليسو په وينا د احتجاج کوونکو پر ضد د تاوتريخوالي په تور يې يوه مېرمن او ۳۰ نارينه نيولي دي.

د کانديدۍ حق د هر چا له پاره

د احتجاج کوونکو مشران چي د پوهنتونونو استادان پکښي شامل دي وايي چي حکومت بايد د هغوی غوښتني ومني. احتجاج کوونکي د ځايي مشر وزير ليونګ چون يينګ استعفا غواړي او وايي چي د ټاکنو په نظام کي دي اصلاحات راوستل سي. هغوی غواړي چي هر څوک بايد په ټاکنو کي د ځان کانديد کولو حق ولري.

حال دا چي د ۲۰۱۷م کال د ټاکنو له پاره به د چين د کمونيست ګوند مرکزي شورا کانديدان ټاکي. يوازي دغه کانديدان به بيا حق ولري چي په هانګ کانګ کي په ټاکنو کي برخه واخلي.

احتجاج کوونکو له څو ورځو راهيسي د هانګ کانګ اقتصادي ناحيه بنده کړې وه. د دغو احتجاجونو له کبله پوهنتونونه او نوري ټولي تعليمي ادارې بندي وې.

د هانګ کانګ د ځايي حکومت مشر ليونګ چون يينګ احتجاج کوونکو ته اخطار ورکړی وو چي که د دوشنبې تر ورځي (اکتوبر ۶مه نېټه) د دولتي ودانيو بند و بست پای ته ونه رسوي، نو د نوموړي په وينا «د عامه نظم د ټينگولو له پاره به ټول اړين اقدامات تر سره سي.»

دولتي ماموران بيرته خپلو کارونو ته روان دي
دولتي ماموران بيرته خپلو کارونو ته روان ديانځور: Reuters/Carlos Barria

«مبارزه به ادامه ولري»

د عيني شاهدانو په وينا احتجاج کوونکو د حکومت غوښتنه تر زیاتي کچي پوره کړې ده او له زياتو دولتي ودانيو څخه بيرته ليري سوي دي. اوس مامورين کولای سي چي خپلو کارونو ته ولاړ سي. د دوشنبې په ورځ پوهنتونونه او لېسې هم خلاص ول. خو ابتدايي ښوونځي او وړکتونونه اوس هم بند دي.

د راپورونو پر اساس احتجاج کوونکو اوس هم يو شمېرلاري او بازارونه بند ساتلي دي چي پکښې د کازوې په نوم د هانګ کانګ جاده هم شامله ده. د دې تر څنګ د نيمه جزيرې کاولون او د مونګ کوک، ناحيې اوس هم د احتجاج کوونکو د بندښت سره مخامخ دي.

احتجاج کوونکو ويلي دي چي په هانګ کانګ کي د لا زياتي ديموکراسۍ له پاره به خپلو احتجاجونو او مبارزې ته ادامه ورکړي. د احتجاج کوونکو استازي له حکومت سره د خبرو اترو پر پېل جر و بحث کوي. خو دا چي د دغو خبرو اترو مقصد او موضوعات به څه وي، په هکله يې د نظر اختلاف موجود دی.

هانگ کانگ د چين هغه جزيره ده چي له ۱۸۴۳م کال څخه تر ۱۹۹۷م کال پوري د بريتانيا مستعمره وه. له نن څخه ۱۷ کاله دمخه دغه جزيره بېرته چين ته ورکړل سوه او له هغه راهيسي هانګ کانګ په چين کي دننه په ځانګړې توګه اداره کيږي، پکښي د آزاد بازار اقتصاد قايم دی، رسنۍ پکښي آزادي دي او دغه سيمه يو شمېر کورنۍ خپلواکمني لري. د هانګ کانګ د خپلواکمني ادارې اوسنی مشر ليونګ چون يينګ دی.