1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هايتي کي تباه کونکي زلزله شوي ده

۱۳۸۸ دی ۲۳, چهارشنبه

د هايتي په پلازمينه کي حالت ډير خراب دي. تر ورانيو لاندي مړي ټپيان پراته دي. خلک په خالي لاسونو هڅه کوي چي مړي او ټپيان راوباسي.

https://p.dw.com/p/LUai
د هايتي د زلزلي وراني
د هايتي د زلزلي ورانيانځور: AP

پرون سه شنبه د کاريبيک په ډېر بې وزله هېواد هايتي کې يوه تر اوسه پورې د دې پېړۍ تر ټولو سخته زلزله شوېده او ښايي چې يو ډېر زيات کسان يې ورسره د مرگ کندې ته اچولي وي. د رشتر په معيار ٧ درجې پياوړې زلزلې د هايتي په پلازمېنه پورت آو- پرنس کې د اولسمشر ناستون او د ملگرو ملتونو څانگه له بېخه نړولي. خبري آژانس فرانسسپرس ته يوه طبيب، چې پخپله هم په دې ناورين کې ټپي شوی، ويلي دي، چې کېدلی د وژل شوو شمېر په سوونو سوونو وي.

د زلزلو څېړنو د يوه امريکايي مرکر په اند، په هايتې کې پرونۍ زلزله لږترلږه په تېرو سلو کالونو کې بې سارې وه او له يوې دقيقې نه زيات وخت روانه وه. ودانۍ ړنگېدلې او موټرونه هوا ته غورځول کېدل. په هغه دوه مليوني ښار کې په وينو او دوړو ککړ کسان يوه او بله خوا په کوڅو او سړکونو کې لالهانده ځغلېدل. د امريکې د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو د وزارت يوه مامور په ډاگه کړې، چې د دوی د سفارت دپلوماتانو د ښار پر سرکونو او لارو باندې زيات شمېر مړي ليدلي دي. د فرانسپرس يوه خبريال په کوم ځای کې د يوه مارکټ له چورکولو څخه هم خبره کړېده او زياته کړې يې ده، چې گڼ شمېر کسان پر سرکونو مړه پراته وو، او هم بې کوره شوو کسانو شپه د باندې په آزاده هوا کې تېره کړې.

زلزله په سيمه ايز وخت وروسته له غرمې نه په ٤ بجو او ٥٣ دقيقو پېښه شوې. په مکزيکو کې د هايتې سفارت ويلي دي، چې اولسمشر سره له دې، چې اداره يې نړېدلې، ژوندی پاتې دئ. په هايتي کې د ملگرو ملتونو د څانگې مشر څرگنده کړې، چې په پورت آو پرنس کې د دوی له ١١٠٠٠ کارمندانو څخه يو زيات شمېر تر اوسه پورې تري تام ورک شويدي. په راديو کې د يوه خصوصي يا شخصي پوهنتون وياند هم د گن شمېر زده کوونکو تر خاورو لاندې کېدنې رپوټ ورکړی. په فرانسه کې د پرمختيايي چارو يوه کارمند هم د دې پخلی کړی، چې په پورت او پرنس کې د يوه هوټل تر خاورو لاندې کيدلی شي ٢٠٠ تنه پراته وي.

د هايتی په پلازمينه، Port-au-Prince, کی خلک تر ورانيو لاندی یو تپی سړی راوويست
د هايتی په پلازمينه، Port-au-Prince, کی خلک تر ورانيو لاندی یو تپی سړی راوويستانځور: AP

په آلمان کې د بې پولو طبيبانو ډلې خبر ورکړی، چې د دوی مرکز هم په پورت او پرنس کې سخت زيانمن شوی. په يوه زېږنتون کې بيا ناروغان خوندي ځای ته رسول شوي.

د نړۍ هغه افغانستان غوندې سخت بې وزله هېواد ته، له زلزلې وروسته سمدلاسه نړيوالو د مرستو وړاندېزونه وکول. په واشنگټن کې اولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ، هېواد يې دې ته چمتو دئ د هايتي له بې وزله خلکو سره مرسته وکوي. په هماهغه ماښام امريکې ورته ژغورونکې ډله له پلټونکو سپو سره ورولېږله. د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدووسترويله اعلان کړی، چې د آلمان حکومت به په خپلو ټولو امکاناتو سره د هايتي د خلکو تر څنگ دريږي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير برنارد کوچنر هم په پاريس کې څرگنده کړې، چې ژرترژره به مرسته چمتو او د کاريبيک په لور به يې استوي. همدا شان د کناډا، آستراليا، کولمبيا، ونزويلا او پانامې په گډون گڼ شمېر نورو ملکونو د مرستې او ملاتړ غږ کړی دئ.

فرانس پرس/ عارف وردک

کتونکی: عبدالباری حکيم