1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي د امريکا کونسلگرۍ دوه تنه کارکوونکي ټپيان سوي

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۷, چهارشنبه

په هرات ولایت کې د امریکا متحده ایالاتو د کونسلگرۍ پر یوه موټر باندې په برید کې دوه تنه امریکایان ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اوباما به د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه خپل امنیتي پلان اعلان کړي.

https://p.dw.com/p/1C828
انځور: DW/Hashimi

دغه موټر د هرات هوایي ډگر پر لور روان وو چې یو شمیر ناپیژندل شویو کسانو چې پر موټر سایکل باندي سپاره ول ورباندې د اوږې د سر راکټ فير کړ. دغه پېښه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د دغې ولسوالې مشر بشیر احمد، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «موټر تر یوې اندازې پوري ویجاړ شوی وو.»

دا پيښه په همدې ولایت کې د هندوستان پر کونسلگرۍ باندې تر برید یوازې پنځه ورځې وروسته رامنځ ته شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې اوباما ویلي دي چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې به له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري وباسي.

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت له خوا د پیښې په اړه په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي «په سطحي توگه ټپي شوي» دواړه وگړي امریکایان دي. په بیانیه کې زیاته شوې ده چې دواړه ټپي شوي وگړي اوس په روغتون کې تر درملني لاندي دي. د بريد پړه تر اوسه پوري چا پر غاړه نه ده اخيستې.

د تیرې جمعې په ورځ څلور تنو یاغیانو په هرات کې د هندوستان پر کونسلگرۍ باندې برید وکړ. په دغه برید کې د کونسلگرۍ چارواکي تنه زیان نه ورسېد.

که څه هم د جمعې په ورځ د هندوستان پر کونسلگرۍ په برید کې کوم هندي تبعه نه وو ټپي شوی، خو دې برید دوه تنه افغان پولیس ټپیان کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د سه شنبې په ورځ وویل چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کي ۹۸۰۰ عسکر پريږدي چي موخه به يې د افغان امنيتي ځواک روزل او له تروريزم سره مبارزه وي.

خو اوباما دا هم وويل چي دغه شمېر عسکر به بيا د ۲۰۱۵ کال په پای کي نیمايي سي او د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې به په بشپړه توگه له افغانستان څخه ووځي، او يوازي لږ شمېر عسکر به يې په دغه هيواد کي د خپل سفارت د ساتلو له پاره پاته وي.

پر دې سربیره اوباما ویلي دي چې که د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ امنیتي تړون لاسلیک شي، نو هیواد به یې همداراز یو شمیر نور سرتیري له امنیتي وضعیت سره د مرسته کولو په موخه په افغانستان کې وساتي.