1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي د ځان سوځولو پيښي نوري هم ډيري سوي

۱۳۸۹ آبان ۴, سه‌شنبه

د روان هجري لمريزکال له سره تراوسه د هرات د سوځول سويو ناروغانو روغتون ته د مېرمنو د قصدي ځان سوځولو ۷۶ پيښي ثبت سوي چي دا د تيرکال په پرتله په سلو کي ۳۰ لوړوالی ښه يي.

https://p.dw.com/p/Po4i
انځور: AP

د هرات د سويو د روغتون مشرډاکټرعارف جلالي وايي چي ددې پيښو ۳۵ تنه له ژورو ټپونو څخه مړې او ۲۰تنې همدا اوس په روغتون کي تر درملني لاندي دي.»

ډاکټرجلالي وايي چي د مېرمنو د ځان سوځولو پيښي په وروستيو کلونو کي دود سوي دي.

د هغه په خبره د ښځو ترمنځ د اور په ‌‌ذريعه ځان وژني بيلابيل عوامل لري. خوعمده يي جبري او په کم عمر ودونه، کورنی تاوتريخوالی اوڅه نورياد سوی.

د هرات د سويو په روغتون کي يوه بستر مېرمن چي د سويو د ټپونو څخه تر درملني لاندي ده خپله د سوځېدو کيسه داسي وکړه.

« زه ۱۲ کلنه وم چي پلار مي يو داسي سړي ته ورکړم چي هغه تر ما ډير مشر او زما سره چا مشوره هم و نه کړه. اوس د دوو ماشومانو مور يم. د مېړه په کور کي خواښې او خسر داسي ظلم راباندی کاوه چي زه يې دې ته مجبوره کړم چي د ځان سوځولو لاره غوره کړم.»

د روغتون ډاکټروايي ښايي د ځا ن سوځولوپيښي په مراتبو تر هغه زياتي وي، چي په رسمي بڼه د روغتون سره ثبت دي.

ځکه دوی هغه ارقام مطبوعاتوته وايي چي دوی ته مراجه وکړي.« ښايي ډيرداسي کسان وي چي د پيښي په ځای يا روغتون ته تر رسېدو دمخه ژوند له لاسه ورکړي.

د کارپوهانو په خبره په هرات کي د ځان سوځوني دودو زړه تاريخچه نه لري. پر افغانستان باندي د پخواني شوروي اتحاد په يرغل سره ګڼ هراتي وګړي ګاونډي هيواد ايران ته کډوال سوه او په راتگ سره يې د ځان سوځوني رواج د ځان سره راوړی.

په هرات کي د بشرد حقونو د ادارې رئيس غلام قادر رحيمي وايي ځان سوځونه يوغيرافغاني دود دی او مېرمنو ته نه ښايي چي دا ډول ناروا عمل باندي خپل د حقه حقوقو ږغ په ستوني کي وچ کړي.

هغه هم د پيښو يو له اصلي عواملو څخه جبري ودونه يادکړه « هرکله چي ځوانانوته نارينه،که ښځينه وي د ژوند د ملګري د انتخاب،حق ورکړل سوو. جبري ودونه ختم سوه. زه يقين لرم چي داستونزه به هم له منځه لاړه سي. له بده مرغه داحق په افغانستان کي په ډيرو کورنيو کي له مېرمنواخيستل سوی دی».

هيردي نوي چي د ښځو ترمنځ ځان سوځونه اوس يوه لويه ټولنيزه ستونزه سوې ده.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله