1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي د کارتونو د وېش پروګرام ختم خو خلک يې شکايت کوي

۱۳۸۹ مرداد ۲۴, یکشنبه

خوپر دي سربيره بياهم د لري پرتو ولسواليو خلکوشکايت لري، چي د ښارسره د لاري د لري والي له کبله يي ډيری د کارت مصتحق کسان بې کارته پاته سوه.

https://p.dw.com/p/OoAP
په هرات کي يو ميليون خلکو ته د رايي ورکولو کارتونه وېشل سوي دي
په هرات کي يو ميليون خلکو ته د رايي ورکولو کارتونه وېشل سوي ديانځور: dw

په هرات کي د ټولټاکنود خپلواک کمېسيون مشراول الرحمن رودوال دويچه ويلي المان ږغ راډيو ته وويل چي په هغه ولايت کي يومليون وګړي د رايي د ورکړي د کارتونوڅخه برخمن دي او د کارت د ويش دوه مياشتنی پروګرام يي د نورو ولاياتو په څير بشپړسو.

« دغه کارتونه په درو دورو کي ويشل سوي وروستۍ دوره يې چي د جوزا پر ۲۱پيل سوې ول د اسد پر ۲۱ پای ته ورسيده.»

د کابله وروسته هرات د افغانستان په کچه يوازنی ولايت ياد سوی چي د کارت د ويش ۲مرکزونه پکښي جوړسوي ول.

خوپر دي سربيره بياهم د لري پرتو ولسواليو خلکوشکايت لري، چي د ښارسره د لاري د لري والي له کبله يي ډيری د کارت مصتحق کسان بې کارته پاته سوه.

د هرات له فرسې ولسوالۍ څخه ولسي جرګي ټاکنوته نوماندي خانګل وايي ولسوالي يي د هرات مرکزسره ۲۳۰ کلومتره واټن لري اړينه وه چه هلته د کارت د ويش ډلي ورغلي وای:

«زموږ د ولسوالۍ خلک بې وزلي اوهرات ښار ته د کارت د اخيستلو لپاره يې ګڼه کسانو توان نلاره ځکه نو بې کارته پا ته سوه چي، په حقيقت کي زما په څيرد لري پرتو ولسوليو موکلين په حق کي ظلم سوی»

خو د هرات د ټاکنو د کمېسيون مشردې شکاياتوته په جواب دويچه ويلي ته په خبروکي وويل د ټاکنو له اصولو سره سم دوﺉ ټول هرات د کارتونو د ويش تر پوښښ لاندي راوستی و.

رودوال د خبرو په دوام وويل د هيواد په کچه يې ۱۷.۵مليونه وګړي کارتونه لري که تردي يي شميرزيات شي د تقلب او درغليو امکان پکښي رامنځته کيږي.داځکه د هغه په وينا که د افغانستان د وګړو نفوذ ۲۵مليونه وي په ټاکنوکي يي د ۱۲مليونه وګړوګډون کفايت کوي.

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل