1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي د کډوالو د مېرمنو لپاره د غالۍ اوبدلو پروگرام پيل سوی

۱۳۸۹ دی ۱۵, چهارشنبه

په هرات ولایت کي د بيوزله کډوالو د مېرمنو لپاره د ناروې په مرسته د بيلابيلو حرفوي روزنيزو مرکزونو تر څنګ د غالي اوبدلو د زده کړي پروګرام هم پيل سوی دی.

https://p.dw.com/p/Qnjh
يوه افغانه نجلې د غالۍ اوبدلو پر مهال
يوه افغانه نجلې د غالۍ اوبدلو پر مهالانځور: AP

د هرات د مهاجرو په يوه پنډغالي کی د حرفوي زده کړو په يوه ټولګي کي ٨ تنه مېرمني د څلورو کارخانو په ترکيب کي د غاليو په زده کړه بوختي دي.

دغو مېرمنو دويچه ويله ته وويل:« خوښ یو چي د کار زمينه موږ ته چمتو سوه د ٢مياشتو په اوږدو کي مو د بيلابيلوغاليو د اوبدلوهنرزده کړ.»

يوې تنې چي نوم نه غواړي وښيي وويل: « د غالي اوبدلو له دندي خوښه یمه ، تير مهال وزګاره ومه د کورنۍ د ٦ تنو غړيو يوازنۍ ډوډي برابرونکې یمه، او د ژوند ټولي هيلي مي د غاليو په زده کړه کي دي. که خداي کول دغه مسلک کي به مو ژوند پر مخ لاړ سي،د کورني نورو غړو ته به يي هم ورزده کړم.»

دغه پروژه چي د نوي ژوند په نوم د NRC د موسسي له خوا پر مخ ځي د نوموړی موسسې د هرات د څانګي مشر وويل:« د ۴۰۰ کورنيو لپاره يې په بيلابيلو حرفو کي د زده کړي پروګرام پيل کړي دي.»

ټولټال لګښت يې ونه وايه خو زياته يي کړه:« د غالي اوبدلو هره کارخانه يي ۱۴زره افغانۍ لګښت لري، تر زده کړي وروسته به هر يوې مېرمني ته د غالي اوبدلو ټول اړين توکي په وړيا توګه ورکړل سي.»

د پروژې يوه ښونکې فاطمه وايي:« افغانې مېرمني وړ استعدادونه لري، په ټاکل سوې موده کي زده کونکو ډيرڅه زده کړل.» د خبرو په دوام يې د پروژي پر بريا اوهغه څه چي زده کړي دي په هکله زياتوي:

« دغه يوه ګټوره پروژه ده. په زده کړه يي ښه ګته خلکوته رسيږي.توبره،ترکمن څلور رنګي، اويو بل ډول دي ١٢رنګه خوري غالۍ اوس په بازارکي هم ښه خرڅلاو لري.»

غرب زون کي د غالۍ پلورنځيو د ټولني د مشرتابه وينا ده چي٣٥٠ زره د غاليو کارخاني سته چي په زیاته اندازه پکښي مېرمني په کار بوختي دي.

هغوی دغاليو په تازه جوړسوي روزنيز مرکز خوښې څرګندوي وايي هر څومره چي دغه صنعت پر مختګ کوي په نړيوال مارکيټونو کي د افغاني غاليو د اعتبارد لوړوالي لامل ګرځي.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل