1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي د گازو چاودني ۱۱ انسانان وژلي

۱۳۹۴ شهریور ۳, سه‌شنبه

هرات ښار ته نژدې د گازو په ډبو بار يوه لاری موټر په چاودنه کي ۱۱ انسانان وژل سوي او ۱۸ نور ټپيان سوي دي. پېښه د دوشنبې په ورځ د کورنيو کډوالو يو کمپ ته نژدې رامنځ ته سوې ده.

https://p.dw.com/p/1GKyV
انځور: Wahid Peyman

د هرات ولايت د سميه ييز روغتون وياند رفيق شېرزي، ويلي دي چي چاودنه هرات ښار ته نژدې د گازو په زېرمتون کي هغه مهال رامنځ ته سوې چي گاز تخليه کېدی.

د گازو دغه زېرمتون د کورنيو کډوالو يوه کمپ ته نژدې دی. شېرزي ويلي دي چي چاودنه دومره پياوړې وه چي د لاری موټر اور د کډوالو کمپ ته رسېدلی.

د هغه په خبره په ۱۱ وژل سوو کسانو کي ۱۰ کوچنيان دي. د ټپيانو ۴ تنه د درملني له پاره ايران ته لېږدول سوي، ځکه بدن ئې ۹۰ سلنه سوځول سوی دئ.

په افغانستان کي د گازو ډبو د چاودني پيښي ډېري رامنځ ته کيږي، ځکه په دغه هيواد کي ډېر وگړي د پخلي له پاره د گازو له ډبو کار اخلي.

ځيني وخت په هغو دوکانونو کي چي گاز پلورل کيږي هم د گازو ډبي چول کيږي او اکثره وخت مرگ ژوبله لري.