1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي يو ټن نشه يي مواد نيول سوي دي

۱۳۸۹ مهر ۷, چهارشنبه

د هرات ولايت د پوليسو په خبره دغه مواد يې د هغه ولایت په رباط سنگي ولسوالۍ کي د يو تن متهم سره يو ځای نيولي دي.

https://p.dw.com/p/PPUg
دغه ولایت چي د ايران سره اوږده پوله لري په روان کال کي نورنشه يي توکي هم د قچاق وړونکوسره يو ځای نيولي سوي دي.
دغه ولایت چي د ايران سره اوږده پوله لري په روان کال کي نورنشه يي توکي هم د قچاق وړونکوسره يو ځای نيولي سوي دي.انځور: AP

دهرات امنيه قوماندان جنرال محمدسالم احساس په يوه خبري غونډه کي دترياکويوه لويه کوټه چي په خبره يې تر يو ټن ډير دي خبريالانوته وښودله.

دهغه په خبره دغه مخدره مواد يې د هغه ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کي يې د قچاق وړونکو څخه د يوه کمين په ترڅ کي نيولي دي.

د امنيه قوماندان په خبره په روان کال کي يې دا ترټولوغټه پيمانه مخدره توکي وه چي د يوه متهم قچاق وړونکي،او يوه عراده موټرسره يې ونيول.

د هرات ولایت د چارواکو په خبره دغه ولایت چي د ايران سره اوږده پوله لري په روان کال کي يې تر شپږ ټنه زيات نورنشه يي توکي هم د قچاق وړونکوسره يو ځای نيولي دي.

دهرات د والي محمدداؤد سبا په وينا په ولايت کي يې کوکنار صفر سوي، خو داچي دلته ډير نيول کيږي دا د نورو ولايتونو څخه ورته راځي.

ويل کيږي چي د هرات څخه په غيرقانوني توگه نشه يي مواد لومړی ايران او بيا د هغه ځایه د مافيايي کړيو په مرسته اروپا او نورو بازارونو ته ليږدول کيږي.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل