1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کی زعفرانو ښه حاصل کړی

۱۳۹۰ خرداد ۳۱, سه‌شنبه

د هرات چارواکي وایي چي سږ کال په دغه ولایت کي د زعفرانو حاصلات ډیر لوړ ول. دا په داسي حال کي ده چي په هرات کي د زعفرانو د کرهڼي د انستیتیوت د جوړیدو چاری پیل هم شوی

https://p.dw.com/p/11egy
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: DW

د هرات ولایت د چارواکو په خبره سږ کال په دغه ولایت کی 660 هکتاره ځمکي څخه تر دوه تنه خالص زعفران په لاس راغلي.


دغه چارواکي وایی چی نړیوالو بازارونو ته د رسيدو په موخه به په دغه ولایت کی د زعفرانو د کښت یو انستیتوت هم پرانستل شی. دوی زياتوی چی د دغه انستيتوت د جوړیدو بودجه هم د اړونده وزارت لخوا تصویب شوي ده.


د افغانستان د زعفران کرونکو د ملي انستیتوت مشر، انجنیر بشیر احمد رشیدي، د افغانستان زعفران له لوړ کیفیت څخه برخمن بلی دی وایی چي د حکومت د پاملرني په صورت کي به د افغانستان زعفران د سیمي او نړی په کچه مشهوره شي.

رشیدی وایی چی د افغانستان د زعفران کرونکو تر ټولو لویه ستونزه دا ده چی د دوی محصولاتو ته نړيوال مناسب بازار نه شته.


په هرات کی 10 کاله وړاندي د زعفرانو کرنه د لومړی ځل لپاره تجربه شوه. د اړوندو چارو یو شمیر کارپوهان په دي اند دی چي افغانستان کی زعفران د کوکنارو یوازینی بیدل کیدای شي او باید پرمختګ کی یی حکومت مرسته وکړی.


اوس مهال له هرات څخه پرته د هیواد مرکزی، شمالی اوجنوبی ولایاتو کی هم بزګر زعفران کري.


دویچه ویله/ شریف شرفیار
کتونکی: مسعود جهش