1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په هرات کې تر برید وروسته وضعیت تر کنترول لاندې دی»

مسعود جهش (آژانسونه، دویچه ویله)۱۳۹۲ شهریور ۲۲, جمعه

یاغیانو د جمعې په ورځ سهار وختی په هرات کی د امریکا د قونسلګري په مخکی د دوو موټرو په واسطه ځانمرګي بریدونه وکړل او بیا یې له امنیتي ځواکونو سره جګړه پیل کړه. تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.

https://p.dw.com/p/19guF
Smoke rises near the U.S. Consulate after an attack by a car bomb in the western Afghanistan city of Herat, in this still image taken from video on September 13, 2013. At least three people were killed when insurgents attacked the U.S. consulate in Herat on Friday, detonating a powerful truck bomb outside the front gates and launching a gunbattle with security forces, officials said. REUTERS/Reuters TV (AFGHANISTAN - Tags: POLITICS CIVIL UNREST)
Angriff auf US-Konsulat in Herat Afghanistanانځور: Reuters

په داسې حال کې چې خبري آژانسونو د دغې پېښې له کبله د وژل شویو کسانو شمیر درې تنه ښودلي دي، خو د هرات د امنیې قوماندان مل پاسوال رحمت الله صافي، د آلمان غږ راډیو سیمه ییز خبریال ته د اوو تنو د وژل کیدو خبره کړې ده چې څلور تنه برید کوونکي هم په کې شامل دي. اسوشیتد پرس خبري آژانس په هرات کې د امریکا متحده ایالاتو د قونسلګري په حواله ویلي دي چې د هغوی «ټول کارکوونکي روغ رمټ دي».

په همدې حال کې یو شمیر نورو افغانانو د اوو تنو برید کوونکو د وژل کیدو خبره هم کړې ده. لا تر اوسه پورې د دغه برید په پایله کې د ټپي شویو کسانو د شمیر په اړه دقیق معلومات په لاس کې نه شته. د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي، له رسنیو سره په خبرو کې د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستې دی.

په هرات کې د امریکا د قونسلگرۍ
په هرات کې د امریکا د قونسلگرۍانځور: Reuters

افغان او امریکايي چارواکو د هرات د پېښې په اړه مختلف معلومات ورکړي دي. افغان چارواکو ویلي دي چې د هرات پېښه د افغانستان په سیمه ییز وخت د سهار په شپږو بجو پیل شوه. د دغه چارواکو به حواله د یاغیانو برید د امریکا د قونسلگرۍ په ۶۰ متري کې تر یوې پیاوړې چاودنې وروسته پیل شو. افغان چارواکو روښانه کړې ده چې یاغیانو تر چاودنې وروسته په نښتې لاس پورې کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې مرستیالې ماري هارف، وویل چی د برید د سیمی په وخت د سهار ۵:۳۰ بجو پیل شوو . دغې ویاندې یادونه وکړه چې برید تر هغه وروسته پیل شو چې په یوې لارې کې سپرو برید کوونکو پر امنیتي ځواکونو باندې د درنو او سپکو وسلو ډزې وکړې.

د هرات د امنیې قوماندان رحمت الله صافي وویل، چې اوس امریکايي ځانگړي ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي. د هغه په خبره هیڅ یو برید کوونکی هم له سیمې څخه په تیښته بریالی شوی نه دی. د صافي په خبره امریکایي او افغان ځواکونو تر برید یو ساعت وروسته وضعیت بیرته تر خپل کنترول لاندې راوستی دی.

په عین حال کې په پکتیکا ولایت کې هم یوه ځانمرگي برید کوونکي دولتي ودانیو ته نزدي د یو موټر په واسطه چی په چادونکو توکو بار ؤ، په یو برید لاس پوری کړ چې په پایله کې یې اووه تنه افغان امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.