1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په هرات کې د قربانیانو تر ښخولو مخکې سخت امنیتي تدابير

۱۳۹۶ مرداد ۱۱, چهارشنبه

د هرات په یوه مسجد کې د ځانمرګي برید د قربانیانو د یوځای ښخولو تر مراسمو مخکې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي . په دغه چاودنه کې د سه شنبې په ماښام ۲۹ کسان ووژل شول.

https://p.dw.com/p/2hXHk
Afghanistan Anschlag auf Moschee in Herat
انځور: DW/S. Tanha

د سه شنبې په ماښام ناوخته یوه ځانمرګي بریدگر لومړی د هرات یوه مسجد ته ننوت او پر هغو کسانو باندې یې ډزې وکړې چې لمانځه ته راغلي ول. هغه تر دې وروسته بیا په خپل ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد هم وچول. تر دې لس دقیقې وروسته بیا یوه دویمه چاودنه هم وشوه.

تر اوسه پوري لا د هرات د وروستۍ پیښي مسئوليت کومي ډلې پر غاړه نه دی اخیستې. خو دغه برید تر هغه یوه ورځ وروسته کیږي چې ترهګري ډلي داعش ګواښ وکړ چې پر شعیه مسلمانانو باندې به بریدونه وکړي.

د هرات ولایت ویاند جیلاني فرهاد، ویلي دي چې د نورو بریدونو د چانس کمولو له پاره د چهارشنبې تر غرمې وروسته د سه شنبې ورځې په برید کې د وژل شویو کسانو تر ښخولو لږ مخکې به شعیه مسلمانان د پیښې د غندنې په موخه مظاهرې وکړي. تر دې مخکې دغه مظاهرې په یوه بل ځای او بل وخت کې پلان شوې وې.

د سه شنبې ورځې په پیښه کې ۲۹ کسان وژل شوي او ۶۴  تنه نور ټپیان دي چې په ډله کې یې د ۱۰ کسانو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی.