1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کې د ښاروالانوغونډه

۱۳۸۷ مهر ۲۲, دوشنبه

د افغانستان څلورديرش ولايتونو ښاوالان په هرات کې د د ښاروالي راتلونکي پنځه کلن پلان باندي خبرې کوي.

https://p.dw.com/p/FYWF
انځور: flickr.com / Herat

د افغانستان د سيمه ايزه ادارو لوي ريس غلام جيلاني پوپل دهرات پنځه ستوري هوټل کي خبري غونډه کي وويل د هرات ورکشاپ کي دهيواد 34 ولاياتو ښاروالان د تجروبو د شريکولو په غرض سره راتول شوي اود ښاروالي راتلونکي پنځه کلن پلان باندي به د يو شمير بهرنيو سلاکارانو په حضور مشوري او د اړونده ولاياتو ورځني اړتياوي به دلته واوروي.

د ښاروالي د حکومتداري د ستراتژيک اهميت په نظرکي نيولوسره، ښاغلي غلام جيلاني پوپل وويل مونږ به د ولايتونو او ولسواليو په کچه د اداري سمون پرمختګ، د عوايدو پياوړتيا، د ظرفيتونو د لوړوني، او د اداري فساد د له منځه وړلو لاري د ښاروالي د حکومتداري د پياوړتيا لپاره ځانګړو چارو ترسره کړو.

ده ټولې ښاروالۍ مکلفي وګڼلي، چه د قانون له مخي د خلکوغوښتنو سره سم ښاري خدمتونه وکړي.

د ورکشاپ ځينو ګډون والو دويچه ويلي راډيو ته داسی معلومات ورکړل: د اړونده ولاياتونو د ښاري پراختيا مخکي ستونځو آورولو لپاره ښه موقع په لاس ورغلي ده.

د افغانستان يوه نا امنه ولايت اوروزګان ښاروال عبدالواحيد راته وويل: د ولايت لار يي د نا امني له کبله بنده شوی او په دوه اونيو کي يوځل هلته سوداګر د امنيتي کاروان په ترکيب توکي وړي شي.

همداراز د زابل ښاروال جنت ګل وردګ بيا ولايت کي د دولتي ځمکوغصب د ښاروالي د پلان پلي کولولارکي يو خنډوباله.

د افغانستان د محلي ارګانونوريس پوپل وويل:

«راتلونکي مياشت کي به د يوشمير ولاياتو د ولايتي شورا غړي هم هرات کي سره جرګه او په ورته تجروبو شريکولو سره به ستونځوته د حل لار ومومي.»

دغه کانفرانس د سيمه ايزه ادارو په ريس سر بيره د افغانستان د ښاري پراختيا وزرات مرستيال ډاکټرجلالزي، برادهنسن د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيوچارو وزارت استازي او يوشميرنورکورني او بهرني د اړونده چارومتخصصين راغلي وو، چې له تجربوڅخه به يي افغان مامورين ګټه واخستل شي.