1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په هرات کې هوایي بريد ملکي کسان وژلي دي

۱۳۹۶ شهریور ۷, سه‌شنبه

افغان چارواکي د هغو رپوټونو په هکله څیړنه کوي، چې له مخې یې په هرات ولایت کې د یوه هوایي برید په ترڅ کې ۱۳ ملکي کسان وژل شوي دي. په برید کې د وسله والو طالبانو د وژل کیدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2j0e7
Afghanistan Die Zitadelle von Herat Gebäude
انځور: Y. Yawar

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري، د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې په هرات ولایت کې افغان هوایي ځواکونو طالبانو په یوه برید کې په نخښه کړي دي. د هغه په خبره په برید کې ۱۸ طالبان وژل شوي دي. وزیري په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې افغان چارواکي په برید کې د ملکي کسانو د وژل کیدو د رپوټونو په هکله هم څیړنې کوي.

دولت وزیري زیاته کړې ده چې «په برید کې د ملکي تلفاتو رپوټونه هم ورکول کیږي، وزیر [د دفاع وزیر] د پیښې د څیړولو له پاره یو پلاوی ټاکلی دی.»

په کابل کې د ناټو ماموریت یوه ویاند د برید په تړاو پوښتنه د افغانستان د دفاع وزرات ته راجع کړې ده. هغه رویټرز خبري آژانس ته د بریښنا لیک له لارې په یوه لیږل شوي اعلامیه کې لیکلي دي چې د دوی د معلوماتو له مخې دغه برید افغان هوایي ځواکونو تر سره کړی دی. 

تر دې د مخه د هرات د ولایت مقام ویاند جیلاني فرهاد، د اسوشتید پرس خبري آژانس ته ویلي وو چې په دغه هوايی برید کې چې د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې شوي، ۷ نور ملکي کسان ټپیان شوي هم دي.

د نوموړې په خبره د دوشنبې په شپه د ترسره شوي د دغه هوايي برید هدف د طالبانو یو مرکز او یو زندان وو. فرهاد زیاته کړې وه چې دغه زندان ویجاړ شوی او د ملکي کسانو او پوځیانو په ګډون ۱۹ زندانیان ترې په تیښته بریالي شوي دي.

فرهاد په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي وو چې په دغه هوايي برید کې وژل شوي ملکیان د طالبانو د دې مرکز خواته په کورونو کې وژل شوي دي.

د هرات د ولایت د مقام د ویاند په حواله د افغان امنیتي ځواکونو په دې هوايي برید کې ۱۶ طالب جنګیالي هم وژل شوي. طالبانو تر اوسه پورې په هرات ولایت کې د دغه برید په هکله څه نه دي ویلي او په عین وخت کې د جیلاني فرهاد له خوا ورکړل شوي معلومات هم د خپلواکو سرچینو له لوري تر اوسه تائید شوي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سه شنبې په سهار د کابل په مکرویانو سیمه کې چاودنه شوېده. دغه ځای ته څیرمه د امریکا سفارت هم موقعیت لري. د چارواکو په وینا په چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او نور نهه تنه ټپیان دي.