1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کې څلور تنه پوليس وژل شوي دي

۱۳۸۶ اردیبهشت ۵, چهارشنبه

اورپکو د افغانستان په لويديځ کې د پوليسو په يو موټر باندې حمله وکړه چې په لړ کې يې څلور تنه افغان پوليس وژلي دي.

https://p.dw.com/p/DKA3
پوليس په گوزره ولسوالۍ کې تر بريد لاندې راغلل
پوليس په گوزره ولسوالۍ کې تر بريد لاندې راغللانځور: AP
د هرات ولايت د پوليسو د وياند نور خان نېکزاد په وينا نوموړي څلور تنه پوليس په گوزره ولسوالۍ کې تر بريد لاندې راغلل.
دغه وژنې په داسې حال کې کېږي چې يوه ورځ وړاندې ديارلس تنه مشکوک طالبان د هېواد په سويل او ختيځ کې وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.