په هلمند ولایت کي شپږ امریکایي سرتیري وژل شوي دي
۱۳۹۰ دی ۳۰, جمعهیو امریکایي چارواکي چي هویت ئې د فرانس پرس د خبري آژانس له خوا بربڼد شوی نه دﺉ، ویلي دي چي CH-53 ډوله څرخۍ الوتکه د افغانستان په ناکرار ولایت، هلمند کي لویدلي ده. د هغه په خبره لومړي رپوټونه وایي چي دغه پیښه د دښمن د برید په پایله کي رامنځ ته شوی نه ده.
بل امریکایي چارواکي د فرانس پرس خبري آژآنس ته ویلي دي چي وژل شوي سرتیري د امریکا متحده ایالاتو د پوځ غړی ول.
آیساف په یوه لنډه وینا کي ویلي دي چي د الوتکي د نسکوریدو وجه تر پلټنی لاندي ده، خو په دغي وینا کي هم ویل شوي دي چي په سیمه کي د دښمن فعالیتونه نه لیدل کیږي.
د افغانستان د ملي پوځ یو قوماندان، سید ملوک، د فرانس پرس خبري آژآنس ته وویل چي دغه څرخۍ الوتکه د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کي د سیمی په وخت پرون ماخستن د لسو بجو په شا او خوا کي د تخنیکي ستونزو له امله نسکوره شوي ده.
د فرانس پرس خبري آژانس د خپل رپوټ په دوام کي وایي چي د طالبانو ویاند، قاری یوسف احمدی، ادعا کړي ده چي الوتکه د یاغیانو د برید په پایله کي نسکوره شوي ده. خو قوماندان ملوک دغه ادعا ردوي.
CH-53 یوه ترانسپورتي لویه الوتکه ده چي په یو وار د ۴۰ کسانو دلیږدولو وړتیا لري. متحده ایالاتو لا ویلي نه دي چي د شپږو وژل شوو کسانو سربیره د پیښي پر مهال نور کسان هم په الوتکه کي موجود ول او که نه؟
په کابل کي د ایساف یو ویاند ويلي دي چي الوتکه د پنج شنبې په ورځ ناوخته لویدلي ده. هغه زیاته کړې ده چي د پیښي پر وخت په سیمه کي دښمن شتون نه درلود، خو د پیښي نور جزئیات ئې نه دي بربنډ کړي.
د هلمند ولایت ویاند، داؤد احمدي، له آلمان غږ سره په مرکه کي پیښه ومنله، خو ویویل چي له بهرنیو ځواکونو سره د یو تړون له مخي نه شي کولای چي د پیښي ټول جزئیات بربنډ کړي.
عبدالباري حکیم (د فرانسي خبري آژانس، دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش