1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند ولایت کې یو امریکایي سرتیری ووژل شو

۱۳۹۴ دی ۱۶, چهارشنبه

په هلمند ولایت کې وژل شوي یو تن امریکایي سرتیری، په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې د ناټو لومړي ځاني تلفات دي. دغه سرتیری د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی او ورسره دوه نور امریکایي سرتیري ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/1HZ3x
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Maqbool

د پنتاګون ویاند پیتر کوک، ویلي دي چې دغه سرتیري د سه شنبې په ورځ د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو پر مهال، تر برید لاندې راغلل. هغه زیاته کړې ده: «دا یو جاري حالت دی. اوس هم د پیښې په سیمه کې جګړه روانه ده.»

په افغانستان کې د ناټو یوه ویاند ویلسن شوفنر، د دغه سرتیري وژل کیدل تایید کړې دي او ویلي یې دي: «موږ د دې پیښې له کبله ډیر خواشینې یو.»

چارواکو ویلی دي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې یو شمیر افغان ځواکونه هم ټپيان شوي دي. په افغانستان کې د میشتو ناټو ځواکونو یوه بل ویاند مایکل لاوهارن، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ دا خبره تاییدوو چې ټپي شوي کسان له سیمي څخه ایستل شوي دي.»

افغان ځواکونه اوس د هلمند ولایت په سنګین ولسوالي کې د طالبانو پر ضد په جګړه بوخت دي. طالب یاغیانو په تیرو اوونیو کې د دې ولسوالۍ ډیرې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستې.

د پنتاګون ویاند ویلي دي: «د افغانستان داسې خطرناکې برخې شته چې اوس هم په کې جګړه روانه ده او هلمند ولایت د دغو خطرناکو سیمو له ډلې څخه یوه ده.»

پنتاګون ویلي دي چې پر امریکایي او افغان ځواکونو تر برید وروسته دوه څرخي الوتکې سیمې ته تللې دي چې ورباندې د یاغیانو له خوا ډزې شوې دي. هغه زیاته کړې ده چې د دغو الوتکو له ډلې څخه یوه یې بیرته د امریکایي ځواکونو اډې ته ستنه شوې ده او بله یې بیا په سیمه کې پاتې ده.

لومړني رپوټونه ښيي چې د الوتکې په څنګ کې یو هوان چاودیدلی دی. سیمه ییزو اوسیدونکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دغې الوتکې اور اخیستی دی. د مارجه ولسوالۍ یوه اوسیدونکي حاجي محمد، ویلي دي: «الوتکه راولویده او اور یې واخیست. زه نه پوهیږم چې هغه د طالبانو له خوا ویشتل شوې وه او که د تخنیکي ستونزو له کبله رالویدلې ده.»

طالبانو ادعا کړې ده چې دغه الوتکه د هغوی له خوا راغورځول شوې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب